پنټاګون اعلان کړی چې د اسراٸيلو دفاع وزیر يو آو ګالانټ به په روانه اونۍ کې امریکا ته سفر وکړي او د چهارشنبې په ورځ (تلې ۱۸) به د امریکا د دفاع له وزیر لویډ آسټن سره وګوري.
دا په غزه کې د حماس پر وړاندې د دغه هېواد د جګړې له پیل راهیسې امریکا ته د اسرائیلو د دفاع وزیر درېيم سفر دی.
د ګارډین د راپور پر بنسټ، که څه هم په دې سفر کې د کومې بلې ناستې اعلان نه دی شوی او اسرائیلو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی؛ خو تمه کېږي چې ښاغلی ګالانټ به د بایډن د ادارې له نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم وګوري.
په راپور کې راغلي چې يو آو ګالانت چې په پراخه کچه د «نسبتا منځلاري» غږ په توګه پیژندل شوی ، د اسراٸيلو په حکومت کې د بایډن ادارې غوره شخص دی. په داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن او د اسرائیلو د لومړي وزير بنیامین نتانیاهو ترمنځ بې باوري مخ په زیاتېدو ده.
د يادولو وړ ده، سره له دې چې په سیمه کې دا مهال د سترو کړکېچونو نږدې ۵۰ ورځو تېرېږي، جوبایډن او بنیامین نتانیاهو له یو بل سره خبرې نه دي کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې یوآو ګالانټ او لویډ آسټین په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې له ٨٠ څخه ډېر ځله له یو بل سره خبرې کړې دي.