دوو لوړ پوړو ایراني امنیتي چارواکو رویټرز ته ویلي چې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان اسماعیل قاآني چې د حزب الله د مشر حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته لبنان ته تللی و؛ د تیرې اونۍ په وروستیو کې په بیروت کې د بریدونو له زیاتېدو راهیسې د هغه په اړه کوم معلومات لاس کې نشته.
د دغو چارواکو له ډلې څخه یوه یې ویلي چې قاآني د برید پر مهال د بیروت په جنوبي ښارګوټي کې چې د ضاحيه په نوم مشهور دى، موجود و، چې د حزب الله یو جګپوړی چارواکی هاشم صفی الدین پکې په نښه شوى و. خو له صفي الدين سره يې نه دي ليدلي.
دغه ایراني چارواکي همدراز ویلي چې ایران او حزب الله له اسماعیل قاآني سره په اړيکه نيولو کې بريالي شوي نه دي.
یوه بل ایراني چارواکي هم رویټرز ته ویلي چې ښاغلي قاآني د حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته لبنان ته سفر کړی او پر هاشم صفي الدین له برید وروسته ایراني چارواکو له هغه سره اړیکه نه ده نیولې.
د یادولو وړ ده، کله چې د هغو راپورونو په اړه وپوښتل شول چې ګواکې اسماعیل قاآني په بیروت کې د اسراییلو په برید کې وژل شوی دی، د اسراییلو د پوځ ویاند نداف شوشاني ويلي چې د بریدونو پایلې لا تر ارزونې لاندې دي.
قدس ځواک د ایران د سپاه پاسداران بهرنۍ څانګه ده او د حزب الله په ګډون په ټول منځني ختیځ کې د تهران له متحدو ډلو سره د اړیکو مسوولیت لري.
تر دې مخکې د ایران د سپاه پاسداران لوی قوماندان عباس نیلفروشان او د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله هم د دغې ډلې په مرکز کې د اسرائیلو په بمباریو کې په نښه او ووژل شول.
په همدې حال کې د حزب الله یوه چارواکي ویلي چې اسراییل به د بیروت په جنوب کې د ضاحيه په ښار کې د پنجشنبې په ورځ تر بمبارۍ وروسته د هاشم صفی الدین د لټون اجازه ورنکړي او زیاته کړې يې ده چې دا ډله به یوازې د لټون له پای ته رسېدو وروسته د صفی الدین برخلیک اعلان کړي.
خو تر دې مخکې د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ چې هاشم صفی الدین د نصرالله د احتمالي ځاى ناستي په توګه د پنجشنبې په ماښام (تلې ۶) د اسرائیلو په یوه برید کې په ضاحيه کې وژل شوی دی.