نړۍ

د تونس اتباعو رایه اچونه ترسره کړه

د تونس په ملیونونو اوسېدونکو نن (یکشنبه) د خپل نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره رایه اچونه ترسره کړه.

دا ټاکنې په داسې حال کې ترسره کېږي چې د تونس د اوسني ولسمشر قیس سعید اصلي سیالان په بند کې دي.

د سعید اصلي سیال زهیر مغزاوي تېره میاشت نیول شوی و او منتقدین وايي چې د تونس اوسنی ولسمشر ښايي د بیا ځل ټاکل کېدو لپاره له «درغلیو» څخه کار واخلي.