افغانستان

یونېسف د ۱۳۰۰ زده کوونکو لپاره د اوبو رسولو شبکه جوړه کړې ده

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، د ۱۳۰۰ زده کوونکو لپاره یې د څښاک د اوبو شبکه جوړه کړې ده.

دغه صندوق پر اېکس لیکلي چې د اوبو رسولو دغه شبکه يې پروان ولایت کې جوړه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي په ځینو سیمو په تېره بیا کلیو کې د څښاک د پاکو اوبو له نشتوالي شکایت کوي.

په افغانستان کې یو شمېر دغه هېوادوال وايي، چې په لېرو پرتو سیمو کې د څښاک د پاکو اوبو په برابرولو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

له بلې خوا په هېواد کې ډاکټران وايي، چې په هېواد کې د کولرا، نس ناستې او په نورو ناروغیو د اخته کېدو یو اصلي لامل د ناپاکو اوبو کارول دي.