نړۍ

 د غزې پر یوه جومات د اسرائیلي الوتکو په برید کې ۵ تنه ووژل شول

نن سهار (یکشنبه، تلې ۱۵مه) د غزې په تړانګه کې پر یوه جومات د اسرائیلي ځواکونو په هوايي برید کې ۵ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې دغه برید د غزې تړانګې په مرکز دیر البلاح کې د الاقصی روغتون ته څېرمه پر یوه جومات شوی دی.

ځايي اوسېدونکي وايي، ښايي د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شي. ځکه چې دا جومات د بې کوره خلکو لپاره د سرپناه په توګه کارول کېده.

خو د اسراٸیلو پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د حماس ډلې د قوماندې او کنټرول په یوه مرکز کې پر یوه ودانۍ کې چې مخکې د دیر البلاح په سیمه کې د الاقصی د شهیدانو جومات په توګه کارول کېده «د حماس ډلې پر وړاندې دقیق برید» وکړ.

د يادونې وړ ده چې د اسراييلو او حماس تر منځ مخامخ جګړه هغه مهال پيل شوه چې دغې ډلې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر اوومه د اسراييلو پر جنوبي سيمو بريد وکړ او د اسرائيلي چارواکو په وينا د حماس وسله والو ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ يې يرغمل کړل.

خو د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، پر غزې د اسرائیلو د پرله پسې پوځي بریدونو له پیل راهیسې، شاوخوا ۴۲ زره فلسطینیان وژل شوي او دغې جګړې د دغې سیمې شاوخوا ۲،۳ میلیونه وګړي بې کوره کړي دي. د لوږې بحران، د جرمونو په نړیواله محکمه کې د نسل وژنې د تورونو شاملول پر غزې د اسراٸيلو د دغو بریدونو د نورو پایلو څخه دي.