افغانستان

 طالبانو په کابل کې شپږ تنه د «نامشروع اړيکو» په تور نیولي

Kabul, capital of Afghanistan.

د طالبانو امر بالمعروف وزارت اعلان کړی، چې د دوی استازو په کابل کې شپږ تنه د «نامشروع  اړیکو» په تور نیولي دي.

دغه وزارت نن شنبه (د تلې ۱۴مه) په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې «محتسبین شپه او ورځ هڅه کوي چې د نامشروع اړیکو په تور کسان ونیسي. »او له خلکو هم غوښتنه شوې ده چې په دې برخه همکاري وکړي.

دا د طالبانو د نوي قانون تر نافذیدو وروسته لمړى ځل دى چې د نامشروع  اړيکو په اور کسان د محسبانو لخوا نیول کیږي.

طالبانو ویلي دي چې نیول شوي کسان یې «قضايي اورګانونو» ته سپارلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په دې وروستیو کې ویلي چې په تېر کال کې یې تر ۱۳زرو ډېر کسان د «غیر اخلاقي کړنو» په تور نیولي دي.