نړۍ

د حسن نصرالله ځای ناستی هم د اسراٸیلو په برید کې ووژل شو

اسراٸیلو ویلي دي چې د پنجشنبې په ماښام (تلې ١٢مه) په بریدونو کې د حماس د مشر حسن نصرالله ځای ناستی هاشم صفی الدین هم وژل شوی دی.

تر دې مخکې رویټرز خبر ورکړی و، چې اسراٸیلو د لبنان د حزب الله پر استخباراتي مرکز بریدونه کړي، چې د دې ډلې لوړپوړي شخصیتونه یې په نښه کړي دي.

العربیه د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې اسرائیلو د هاشم صفی الدین مړینه تایید کړې ده.

تر دې مخکې اسراٸیلو د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله تېره اونۍ د بیروت په جنوب کې د ضاحيه په ښار کې په یوه بريد کې وواژه.

د لبنان حزب الله تر اوسه د پنجشنبې د سهار په بریدونو کې د هاشم صفی الدین د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د اسراٸيلي ورځپاڼې «یدیعوت آحارونوت» لیکلي چې د اټکل له مخې ټول هغه کسان چې د برید پر مهال د حزب الله د استخباراتو په مرکز کې موجود وو، وژل شوي دي. دغه مرکز د پنجشنبې په ماښام د بیروت په جنوبي څنډه کې د ۷۳ ټنو بمونو په واسطه په نښه شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي د جمعې د لمانځه په خطبه کې د سیمې پر ټولو متحدینو غږ وکړ چې د اسرائیلو پر ضد خپل اقدامات زیات کړي.