نړۍ

رومانیا د اوکراین پولې ته څېرمه د روسیې د یوې بې پیلوټه الوتکې ټوتې موندلي

د رومانیا د دفاع وزارت د جمعې په ورځ (تلې١٣مه) اعلان وکړ چې له اوکراین سره پر پوله یې د روسیې د یوې بې پیلوټه الوتکې ټوټې موندلې دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د دې بې پیلوټه الوتکې ځینې برخې د اوکراین پولې ته څېرمه د ډانوب دلتا په یوه کانال کې کشف شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په دغه هېواد کې د روسي بې پیلوټه الوتکو ځینې برخې موندل شوې وې.

د يادونې وړ ده، چې له اوکراین سره د روسیې د جګړې پراخېدو په دې سیمه کې جګړې ته د نږدې هېوادونو د ښکېلتیا په اړه اندېښنې راپارولي دي.

رومانیا له اوکراین سره ۶۵۰ کیلومتره ګډه پوله لري او په تېر یوه کال کې څو ځلې د روسیې بې پیلوټه الوتکې د دغه هېواد پر خاوره راغورځېدلې دي.

په ورته وخت کې د شنونکو په منځ کې د اوکراین د جګړې پر مرکز د اټومي جګړې وېره زیاته شوې ده.

خو د ناټو نوي سرمنشي مارک روته د دندې له تر لاسه کولو وروسته په خپل لومړني خبري کنفرانس کې وويل، د روسیې له خوا د اټومي وسلو د کارولو کوم«سمدستي ګواښ» نه ویني.