نړۍ

اسراٸيلو په لبنان کې د حزب الله د استخباراتو پر مرکز برید وکړ

پرون (جمعه، د تلې ۱۳) اسراٸیلي پوځ د لبنان د حزب الله د استخباراتو مرکز په بریدونو په نښه کړ.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، اسرائیلو ویلي، چې دا بریدونه د حزب الله پر «لوړپوړو څېرو» شوي او د زیانونو ارزونه کوي. خو د مرګ-ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.

رویټرز د سرچینو په حواله لیکلي چې دغو بریدونو په بیروت کې د حسن نصرالله ځای ناستی هاشم صفی الدین په نښه کړی دی.

دغه آژانس وايي چې اسرائیلو او د لبنان حزب الله تراوسه د هغه د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې دغه آژانس ویلي دي چې د ایران د تېلو پر تاسیساتو د احتمالي برید له امله په سیمه کې د تېلو بیه لوړه شوې ده.

له بلې خوا پر لبنان باندې د اسرائیلو پراخو بریدونو د دغه هیواد تر ۱،۲ میلیونه زیات اتباع بې کوره کړي دي.

عیني شاهدانو رویټرز ته ویلي چې د شنبې په ورځ سهار وختي د یوې چاودنې غږ اورېدل شوى او د بیروت په جنوبي څنډو کې لوګي پورته شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د اسرائیلو پوځ د دغې سیمې اوسېدونکو ته درې خبرداری ورکړی و چې سمدستي له دې سیمې ووځي.

دغه اژانس زیاتوی چې لومړی خبرداری د برج البرجنه په ګاونډ کې د یوې ودانۍ اوسېدونکو ته ورکړل شوی، دوهم خبرداری د چويفت په سیمه کې یوې ودانۍ ته او درېيم خبرداری په هارت هریک کې ودانیو ته ورکړل شوی و.