نړۍ

ایران له خپلو متحدینو غوښتي چې د اسرائیلو پر ضد مبارزه زیاته کړي

د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي پرون (جمعه، د تلې ۱۳مه) پر اسراٸیلو د ایران له توغندیز برید وروسته د لومړي ځل لپاره په عام محضر کې راڅرګند شو او د دغه هېواد پر متحدینو یې غږ وکړ چې د اسراٸیلو پر وړاندې  مبارزه نوره هم زياته کړي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، نوموړي له نژدې پنځو کلونو وروسته د جمعې د لمانځه په لومړۍ خطبه کې پر اسرائیلو د ایران توغندیز بریدونه «مشروع سزا» وبلله.

دا په داسې حال کې ده، چې د بیروت په جنوب کې ضاحيه سیمه باندې د اسرائیلو له برید وروسته چې په ترڅ کې یې د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله ووژل شو، دغه آژانس خبر ورکړی چې علی خامنه يى په ایران کې یوه خوندي ځای ته لېږدول شوی دی.

د ایران مذهبي مشر وايي: «په سیمه کې د اسرائیلو دښمنان باید خپلې هڅې او توان دوه برابره کړی او د تېرې کوونکي (اسراٸيل) دښمن په وړاندې مقاومت وکړی.»

په ورته وخت کې د ایران د سپاه پاسداران ځواک قوماندان علي فدوي ویلي، که اسرائیل د ایران پر ضد غچ واخلي، دغه هېواد به د اسرائیلو د انرژۍ او ګازو تاسیسات په نښه کړي.

د ایران د سپاه پاسداران قوماندان وايي: «که اشغالګر (اسرائیل) دا ډول تېروتنه وکړي، موږ به د دوی د انرژۍ ټولې سرچینې، تاسیسات، د هغوی ټولې تصفیه خانې او د ګازو زېرمې په نښه کړو.»

د يادونې وړ ده چې د سه شنبې په ورځ ايران په بيروت کې د حزب الله د مشر حسن نصرالله د وژنې او په تهران کې د حماس د مشر اسماعيل هنيه د وژنې په غچ کې د اسرائيلو پر اهدافو تر ١٨٠ زيات بالستيک توغندي وتوغول.

ایران اسراٸیل د هنیه د وژنې مسوول بولي. اسرائیلي چارواکو تر اوسه د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

په همدې حال کې علي خامنه يي چې په دې خطبه کې يې په عربي او فارسي ژبو خبرې کولې، په سیمه کې د ایران د ستر پوځي متحد حسن نصرالله ستاینه وکړه او ویې ویل، د امریکا او د هغې د متحدینو تمرکز د اسرائیلو د امنیت د ساتلو تر عنوان لاندې د سیمې د زېرمو د غصبولو لپاره دى.