افغانستان

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» غونډه به یوه ورځ وروسته جوړه شي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا وايي، د افغانستان په اړه د «مسکوفارمټ» غونډه به د جمعې په ورځ (د تلې ۱۳مه) جوړه شي.

آغلې زاخارووا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په اونیزه خبري غونډه کې ويلي چې د طالبانو پلاوی د دوی د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي په مشرۍ په دې غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تللی دی.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويانده وايي، د سولې پروسه، د يوه ټولګډونه حکومت رامنځته کول، له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره مبارزه او د افغانستان اوسنۍ اقتصادي او سياسي ستونزې په دې غونډه کې د بحث موضوعات دي.

د مېرمن زاخارووا په وینا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به په دې غونډه کې وینا وکړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويانده وايي، چې د افغانستان په اړه د مسکو د غونډې په پای کې به يو پرېکړه ليک هم تصويب شي.

نوموړې وايي، د دې ناستې له پای ته رسېدو وروسته به د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له پلاوي سره ناسته ولري، چې ډېر تمرکز به یې له طالبانو سره د روسیې د دوه اړخېزو اړیکو پر پراختیا او له دغه هېواد سره د مرستو پر برابرولو وي.