افغانستان

ایران او پاکستان په یوه ورځ کې نږدې ۳۰۰ کډوالې کورنۍ اېستلي

Afghan refugees returning to Afghanistan. File photo.

په یوه ورځ کې نږدې ۳۰۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر اژانس په یوه راپور کې ویلي چې د هېواد ۲۹۹ کډوالې کورنۍ پرون (چهارشنبه د تلې ۱۱مه) له ایران او پاکستان څخه په «جبري او اختياري ډول» ویستل شوې دي.

د دغه راپور له مخې دغه کډوالو د ننګرهار، قندهار، نيمروز او هرات ولايتونو له لارو هېواد ته داخل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه اژانس وايي چې ۱۹ کورنۍ د تورخم له لارې او ۴۸ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.

په ورته وخت کې او د دغه راپور پر بنسټ، ۹۹ کورنۍ د اسلام کلا له پولې او ۱۳۳ نورې کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابرېشم له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

د آمو د یوې څېړنې موندنې ښیي چې «بېکاري» او «خراب اقتصادي وضعیت»د هیواد د اتباعو د غیرقانوني کډوالۍ بنسټیز لاملونه دي.

دا څېړنه په ٧ ولایتونو کې د ښځو په ګډون له ۳۳ کسانو سره شوې چې د غیر قانوني کډوالۍ تجربه یې درلوده.

له دې جملې څخه ۴۵.۴ سلنه ګډونوالو ویلي چې دوی د «خراب اقتصادي وضعیت» له امله په ناقانونه توګه کډوالۍ ته اړ شوي؛ خو ۹ سلنه یې دا هم ویلي چې دوی واک ته د طالبانو له راتګ سره د احتمالي جګړې له وېرې ناقانونه کډوالي پیل کړې ده.