نړۍ

د ملګرو ملتونو سرمنشي: په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي مرګوني دوره دې ودرول شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وايي، د دې وخت رارسېدلی چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو وژونکې دوره پای ته ورسېږي چې د منځني ختیځ خلک مستقیماً د بربادۍ خوا ته بيايي.

ښاغلي ګوتریش د امنیت شورا په غونډه کې وویل: «د تاوتریخوالي هر زیاتوالی د راتلونکې مرحلې لپاره یوه پلمه ده. د متقابل تاوتریخوالی دا وژونکې دوره باید ودرول شي.»

په منځني ختیځ او په ځانګړې توګه په لبنان کې په وروستیو ورځو کې د شخړو په زیاتېدو سره، انتونیو ګوترش ټینګار کوي چې وخت په تېرېدو په حال کې دى او دا شخړې باید پای ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ (تلې ۱۱) په منځني ختیځ کې د وروستیو بدلونونو په غبرګون کې په لبنان باندې د اسرائیلو د بریدونو او پر اسرائیلو د ایران د غچ اخیستونکي توغندیو په ګډون یوه غونډه وکړه.

په دغه ناسته کې د ملګرو ملتو سرمنشي وويل: « زه يو ځل بيا د ايران لخوا د اسرائيلو د پرونى بريد په سختو ټکو غندم.»

دا په داسې حال کې ده، چې د اسراٸيلو د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ ښاغلی ګوترش یو «نامطلوبه عنصر» وباله او اسراییلو ته يې د هغه پر ورتګ بندیز ولګاوه.

اسراٸيل کاتز ويلي چې د هغه پرېکړه د ښاغلي ګوترش د انکار ځواب دی چې د سه شنبې په ورځ پر اسراٸيلو د ایران توغندیز برید «په واضح ډول» نه و غندلى.