نړۍ

روسیې له امریکا سره اټومي مذاکرات رد کړل

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ويلي له امریکا سره د اټومي خبرواترو امکان نشته او علت یې د ناټو د پراختيا په اړه د واشنګټن دریځ دی.

د رویټرز د راپور له مخې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې وویل:« مونږ د روسیې د بنسټيزو ګټو ته  له احترام پرته له واشنګټن سره د خبرو لپاره هیڅ دلیل نه وینو. په لومړي سر کې، دا د شوروي وروسته د ناټو د پراختیا ستونزه ده، چې ګډ امنیت ته ګواښونه رامنځته کوي.»

له دې مخکې د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف اعلان وکړ چې له امریکا سره د مشروط اټومي خبرو اترو امکان شته. خو روسیه به د متحده ایالاتو سره د نوي تړون د لاسلیک کولو په اړه چې  د هغه تړون ځای ونیسي چې د دواړو خواو د ستراتیژیکو اټومي وسلو محدودیتونه ټاکي او په ٢٠٢٦کال  کې پای ته رسېږي، خبرې ونه کړي. ځکه دا تړون باید پراخ شي او نور هېوادونه هم پکې شامل شي.

ماریا زاخارووا همداراز په سیمه کې د بایډن د ادارې هڅې «بشپړه ماتې» وبلله.

له بله پلوه د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې د اسراٸيلو لخوا د حزب الله د مشر حسن نصرالله د وژل کېدو په اړه د ایران د غچ اخیستنې په غبرګون کې ویلي دي چې پدې اړه د سپینې ماڼۍ وروستۍ څرګندونې «د دې کړکېچ په حلولو کې د پوره بې وسۍ ښکارندويي کوي.»