نړۍ

رویټرز: خامنه يي د حسن نصرالله د وژلو او برید لپاره د اسراییلو د پلان خبرداری ورکړی و

رویټرز د درېيو ایراني سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي څو ورځې مخکې د حزب الله پخواني مشر حسن نصرالله ته خبرداری ورکړی و چې له لبنان څخه ووځي.

د دغه راپور له مخې، د حزب الله د پيجرونو او مخابراتی وسایلو له چاودنو وروسته، خامنه ای د یوه استازی له لارې د لبنان حزب الله ته یو پیغام استولی او له هغه یې غوښتي و چې له لبنان څخه ووځی او ایران ته ولاړ شی.

د يادونې وړ ده، چې دغه استازى عباس نيل فروشان د سپاه پاسداران جګپوړي قوماندان و، چې د بريد پر مهال د حسن نصرالله په مرکز کې موجود و چې  هغه هم په دغه بريد کې وژل شوى دى.

له دې برید وروسته خامنه يي چې له شنبې ورځې راهیسې په ایران کې په یوه خوندي ځای کې دی، په شخصي توګه پر اسرائیلو د شاوخوا ۲۰۰ راکټونو د ویشتلو امر وکړ.

یوه لوړ پوړي ایراني چارواکي ویلي دي چې دا بریدونه د حسن نصرالله او نیل فروشان د وژل کېدو د غچ په توګه ترسره شوي دي. هغه بریدونه چې اسراییلو یې په ځواب کې ويلي، بې ځوابه به پاتې نه شي.

د ایران سپاه پاسداران هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا برید په تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو او پر لبنان د اسرائیلو د بریدونو له امله شوی دی. اسراییلو تر اوسه په رسمي توګه د هنیه د وژنې مسوولیت نه دی منلی.

په عین حال کې اسراٸیلو د سه شنبې په ورځ د لبنان په جنوب کې د حزب الله پر ضد «محدود» ځمکني عملیات پیل کړل.

 د حسن نصرالله وژنه د اسراٸیلو د دوه اونیو هوایي بریدونو وروسته ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د حزب الله د وسلو مرکزونه ویجاړ شول او د حزب الله د مشرتابه شورا نیمایي برخه او د هغه لوړپوړي پوځي قومانده له منځه لاړه.

رویټرز وايي، د خامنه يي د امنیت او د حزب الله او ایراني ادارو په دننه کې د باور له لاسه ورکولو د ایران وېره، د اسراٸیل ضد غیر منظم وسله والو ډلو سره د هېواد د «مقاومت د محور» اتحاد اغیزمن فعالیت پېچلی کړی دی.

حزب الله چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې د ایران په ملاتړ تاسیس شو، له ډېرې مودې راهیسې د دغه ایتلاف تر ټولو پیاوړی غړی دی.

دې ګډوډۍ د حزب الله د نوي مشر ټاکنه هم ستونزمنه کړې ده. د دوامداره نفوذ وېره ممکن د ځاى ناستي ژوند له خطر سره مخ کړي.