افغانستان

ځانګړى: دطالبانو په ديني مدرسو کې نجونو ته څه تدريسېږي؟

د هرات په ديني مدرسو کې يو شمېر نجونې زده کوونکې وايي چې په مدرسو کې د ديني علومو د زده کړې تر څنګ د «مجاهدو» اولادونو د پالنې، په کور کې د پاتې کېدو او د مېړونو د خدمت کولو څرنګوالی هم ور زده کېږي.

دغه نجونې زده کوونکې وايي، چې دوی ته تر ډېره افراطیت ورښودل کېږي او ورته ویل شوي، چې د عصري علومو له زده کړې ډډه وکړي.

په دې مدرسو کې د نجونو لپاره په دریو دورو کې د مضمونونو په توګه صرف بهايي او مقدماتي، شروط الصلاة، زاد الطالبین، درس البلاغه، د فقهې اصول او همدارنګه په شفاهي ډول د جهاد لپاره د خپلو اولادونو د چمتووالي د څرنګوالي په اړه موضوعات تدریسېږي.

د طالبانو له واک ته رسېدو او ښوونځيو له تړل کېدو سره، لیدل کیږي چې زرګونه له زده کړو بې برخو نجونو مدرسو ته مخه کړې ده.

خو په دې مدرسو کې نجونو ته څه، څه تدریس کیږي؟

فاطمه د اتم ټولګي زده کوونکې او د ډاکټرې کېدو په هیله وه چې نور یې ونه شول کولی ښوونځي ته ولاړه شي.

 نوموړې په روان ښوونیز کال کې د هرات په يوه ديني مدرسه کې نوملیکنه وکړه.

وايي په ديني مدرسه کې ورته فقهه، په ټولنه کې د ښځو چلند او د «جهاد» لپاره د اولادونو د روزنې د څرنګوالي په اړه درس ورکول کيږي. 

نوموړې وايي چې اوس یې د موضوعاتو په اړه نظر بدل شوی او غواړي یوازې دیني علوم زده کړي.

هغه زياتوي: «له هغې ورځې چې دې مدرسې ته راغلي یوو، ډېر څه مو زده کړي، مخکې له دې ډېر نه پوهېدو چې ښځې کوم حق او حقوق لري. اوس موږ ته د قران کریم د زده کړې ترڅنګ د ژوند کولو د څرنګوالي هم درس راکوي. بیا ونه لیدل شي چې لویه ګناه ده او یوازې مدرسې هغه ځایونه دي چې نجونې په کې زده کړې کولی شي او څنګه په راتلونکي کې ښه او مجاهد اولادونه لرلی شي. دا هغه موضوعات دي چې ما دې مدرسې ته د راتګ ۹ میاشتو په موده کې د قرآن کریم ترڅنګ فقه هم زده کړه.»

د سرچینو د څرګندونو پر بنسټ، په دیني مدرسو کې د نجونو لپاره په درېیو دورو کې د مضمونونو په توګه صرف بهايي او مقدماتي، شروط الصلاة، زاد الطالبین، درس البلاغه، د فقهې اصول او همدارنګه په شفاهي ډول د جهاد لپاره د خپلو اولادونو د چمتووالي د څرنګوالي په اړه موضوعات تدریس کیږي.

د دغو نجونو له ډلې ځينې وايي، چې دوی په ديني مدرسو کې له مومنو نارينه وو سره واده کولو او کورنۍ جوړولو ته هڅول کيږي او ورته ويل کيږي چې د مسلمانو ښځو لپاره يوازنی کار د کور ساتنه او له ګناهونو څخه ځان ساتل دي.

 په مدرسه کې زده کوونکې صفيه وايي «د فقهې او تفسیر او د قرآن او حدیث د نورو مضامینو تر څنګ چې موږ ته درس ورکول کیږي، یو له هغو موضوعاتو څخه چې موږ ته پرې ټینګار کیږي هغه دا دي چې مسلمانې ښځې باید له ګناه څخه ځان وساتي، او له ګناه څخه د ځان ساتلو یوه لاره دا ده چې له مومنو سړيو سره واده وکړي، په کور کې پاتې شي او د کور ساتنه وکړي، ترڅو ټولنې ته صالح او نېک اولاد ورکړي.»

یو شمېر هغه نجونې چې په دې مدرسو کې زده کړې کوي وايي، دوی ته افراطیت ورښودل کېږي او د دوی په فکرونو کار کېږي.

یو له دغو زده کوونکو په دې مدرسو کې د عصري علومو د زده کړې پر اړتیا ټینګار کوي.

په مدرسه کې يوه زده کوونکې مينا وايي: «د ښوونځيو له تړلو وروسته موږ ديني مدرسو ته لاړو، کوم درسونه چې هلته زده کوو هغه ټول د ديني او مذهبي مسايلو په اړه دي. د دې تر څنګ چې په دين کې د ښځو د مقام په اړه چې څه دی یو څه زده کوو، ښه ده چې عصري علوم هم زده کړو. هیله لرم چې د ښوونځیو دروازې خلاصې شي تر څو د دیني علومو ترڅنګ عصري علوم هم زده کړو.»

ديني عالمان وايي چې اسلام د معاصرو علومو د زده کړې لپاره د نارينه او ښځې ترمنځ توپير نه کوي.

ديني عالم عبدالصبور عباسي وايي: «اسلام د معاصرو علومو د زده کړې هیڅکله د نارینه او ښځینه توپیر نه دی کړی، او په اسلام کې د علم زده کړه په نارینه او ښځینه دواړو فرض شوې ده.»

د طالبانو تر ادارې لاندې د پوهنې وزارت د رسمي شمېرو پر بنسټ، په افغانستان کې د دیني مدرسو شمېر څه باندې ۲۱ زرو ته رسېدلی او په دغو مدرسو کې درې میلیونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

په داسې حال کې چې د تېر حکومت د پوهنې د وزیر د معلوماتو پر بنسټ، د طالبانو تر واکمنۍ مخکې په هېواد کې د ښوونځیو شمېر ۱۸۰۰ ته رسېدلی وو.

ځينې وايي چې طالب چارواکي د مدرسو د جوړولو لپاره له يو بل سره سيالي کوي او هڅه کوي چې په راتلونکي کې هر یو یې خپل جنګيالي ولري.