افغانستان

طالبانو په غزني کې دوه تنه په عام محضر کې په درو ووهل

د طالبانو له خوا خلکو ته د جسمي سزا ورکولو په دوام  نن (چهارشنبه) په غزني ولایت کې دوه تنه په عام محضر کې په درو ووهل شول.

طالبانو ویلي، چې دغه کسان د غزني په مقر ولسوالۍ کې د «بد اخلاقۍ» په تور نیول شوي او مجازات شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه دوه کسان هر یو په ۳۹ دُرو وهل شوي او په دوه کاله بند هم محکوم شوي دي.

په تېرو دوو اونیو کې (د وږي له ۲۵ مې نېټې راهيسې) طالبانو د هرات، کندهار، لغمان او بلخ په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي. د دوی په منځ کې یوه ښځه هم ده.

د طالبانو د څرګندونو څخه د آمو لخوا د راټولو شویو احصایو پر بنسټ، په تېرو درېیو کلونو کې لږ تر لږه ۷۰۰ تنه د طالبانو لخوا په بیلابیلو ولایتونو کې په درو وهل شوي دي.

ملګرو ملتونو هم په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې له نیوکو سره سره طالبان خلکو ته فزیکي سزاوې ورکوي.

ملګري ملتونه او همدارنګه د بشري حقونو نورو نړیوالو سازمانونو تل د طالبانو له خوا د خلکو د جسمي مجازاتو مخنيوي غوښتنه کړې ده.