افغانستان

 ایران او پاکستان په یوه ورځ کې تر ۳۰۰ زیاتې کورنۍ اېستلي

عکس از آرشیف

په یوه ورځ کې څه باندې ۳۰۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر اژانس په یوه راپور کې ویلي چې پرون (سه شنبه د تلې ۱۰مه) له ایران او پاکستان څخه د هېواد ۳۱۹ کډوالې کورنۍ په جبري او اختیاري توګه ویستل شوې دي.

د دغه راپور له مخې دغه کډوال د ننګرهار، قندهار، نيمروز او هرات ولايتونو له پولو څخه هېواد ته داخل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه اژانس وايي چې ۲۴ کورنۍ د تورخم له لارې او ۳۲ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.

په همدې حال کې د دغه راپور پر بنسټ، د نیمروز ولایت د  پل ابرېشم له پولې څخه ۱۲۱ کورنۍ او همدارنګه د اسلام قلعه له پولې ۱۴۲ نورې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، آمو د یوې څېړنې موندنې ښیي چې «بیکاري» او «خراب اقتصادي وضعیت» د هیواد د اتباعو د غیرقانوني کډوالۍ بنسټیز لاملونه دي.

دا څېړنه په اوو ولایتونو کې د ښځو په ګډون له ۳۳ کسانو سره شوې چې د غیر قانوني کډوالۍ تجربه یې درلوده.

له دې جملې څخه ۴۵.۴ سلنه ګډونوالو ویلي چې دوی د «خراب اقتصادي وضعیت» له امله په ناقانونه توګه کډوالۍ ته اړ شوي؛ خو ۹ سلنه یې دا هم ویلي چې دوی واک ته د طالبانو له راتګ سره د احتمالي جګړې له وېرې ناقانونه کډوالي پیل کړې ده.