د اسراٸيلو لومړي وزير بنيامين نتانياهو د دوى د هېواد پر خاوره د ايران توغنديز بريدونه يوه «لويه تېروتنه» بللې او خبرداری يې ورکړی، چې ايران به يې پور پرې کړي.
د اروپايي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د اسرائیلو پوځ له دې مخکې ویلي و چې د ایران له خوا د توغندیو د برید ځواب به ورکوي؛ یو برید چې ایران د اسراییلو بریدونو ته «منطقي او مشروع ځواب» بللی دی.
د اسراٸيلو پوځ وايي، ایران له پرون ( سه شنبه، تلې ١٠مه) ماښام راهیسې د دغه هېواد پر اهدافو تر ۱۸۰ ډېر بالستیک توغندي توغولي دي.
ظاهراً دا توغندیز بریدونه په جنوبي بیروت کې د جمعې د ورځې د اسراٸيلو د بریدونو په غچ کې دي چې د حزب الله مشر حسن نصرالله او د يو شمېر نور کسانو یوه ډله چې ویل کیږي د ایران لخوا یې ملاتړ کیږي، پکې ووژل شول.
خو د اسراییلو لومړي وزیر ویلي دي چې ایران به د دې برید پور پرې کړي؛ یو برید چې په ټوله اسراٸيل کې د خطر د زنګ وهلو لامل شو.
بنیامین نتانیاهو زیاته کړه: «څوک چې پر موږ برید وکړي، موږ به پرې برید وکړو.» نوموړي تېره شپه خپله امنیتي کابینې بېړنۍ غونډه هم رابللې ده.
هغه د ایران دغه برید یوه «ماتې» وبلله او ویلي يې دي، چې ښايي ايران د غزې او لبنان په څېر برخلیک تجربه کړي.
په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي دغه برید «قانوني، منطقي او مشروع» بللی او زیاته کړې یې ده چې دا په لبنان کې پر حزب الله باندې د اسرائیلو د بریدونو ځواب دی.
په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر امیر سعید ایرواني اسراییلو ته خبرداری ورکړ چې د تهران پر وړاندې د هر ډول جارحانه اقدام په وړاندې د ایران ځواب به «له پخوا څخه ګړندی، پرېکنده او سخت» وي.
هغه په واضح ډول په تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه وژنه، د سپټمبر په میاشت کې په لبنان کې د پېجرونو چاودنې، د حزب الله د مشر حسن نصرالله وژل او په بیروت کې د ایرانی جنرال عباس نیل فروشان وژل کېدل د هغو بریدونو د ځواب په توګه یاد کړل چې د ایران توغندیز بریدونه په کې ترسره شول.
ښاغلی ايرواني وايي: «د امنیت شورا د اقدام نشتوالي اسراییلو ته اجازه ورکړه چې په ښکاره توګه له ټولو سرو کرښو څخه واوړي او د نړیوال قانون له اساسي اصولو څخه سرغړونه وکړي.»
هغه یو ځل بیا پر امنیت شورا غږ وکړ چې د لبنان، غزې او سوریې پر وړاندې د اسرائیلو د روان تېري او د هغې د جنګي جنایتونو د بندولو لپاره دې سمدستي او پرېکنده مداخله وکړي او د یوې پراخې سیمه ییزې جګړې په لور دې د وضعیت د تګ مخنيوى وکړي.
د يادولو وړ ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن (چهارشنبه د تلې ۱۱ مه) د فرانسې او اسراٸیلو په غوښتنه په منځني ختیځ کې د کړکېچن وضعیت د څېړلو په موخه بېړنۍ غونډه پلان کړې ده.