د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني اعلان کړی، چې هېواد یې نور د افغانانو د منلو ظرفيت نه لري.
ښاغلي مٶمني نن (سه شنبه) له خبریالانو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې د غیر قانوني کډوالو اېستل د ایران له لومړیتوبونو څخه دي.
هغه زیاته کړه: «د ناقانونه اتباعو مسله یوه ملي مسٸله ده او په طبیعي توګه د پولیسو ځواک (فراجا) د دې مسلې په سر کې قرار لري. د خلکو او حکومت د هیلو له مخې دا موضوع د سردار رادان په اجنډا کې ځای پر ځای شوې ده.»
دغه ایراني چارواکي همداراز ویلي چې د دې پرېکړې د عملي کېدو لپاره لازم پلانونه چمتو شوي دي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر د افغان کډوالو لپاره مصرف شویو منابعو او سبسایډي ته په اشارې سره څرګنده کړه چې د دغه هیواد د زیرمو یوه لویه برخه دې مسلې ته ځانګړې شوې ده.
هغه زیاته کړه د ایران د حکومت لومړیتوب د غیر قانونی کډوالو د ایستلو لپاره د مناسب پروګرام اجرا کول دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په دې وروستیو کې په ایران کې له یو شمېر افغان کډوالو سره د پولیسو او ایراني اتباعو له خوا د ناوړه چلند خبر ورکړل شوی دی.
ایران د افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر هم ګړندی کړی او په جلا کړنلارو کې یې د ایراني کارګرانو له خوا د دغو کډوالو د ګمارنې مخه نیولې ده.