ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې په سیستان او بلوچستان ایالت کې د کډوالو د یوه موټر او ټېلر تر منځ د ټکر له امله ۱۱ تنه افغانان مړه شوي دي.
د سیستان او بلوچستان د سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی، چې دا پېښه نن سهار له سراوان څخه کوهک ته پر لاره رامنځته شوې ده.
د دغه بنسټ په وینا په دې پېښه کې ۱۴ نور کسان ټپیان شوي دي.
د سیستان او بلوچستان د سرې میاشتې ټولنې مشر سجادي د ایران له ايسنا خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي: «د ۱۴۰۳ کال د اکټوبر د میاشتې په یوولسمه نېټه د سهار په یوولسو بجو د یو کیلومتر په واټن کې د یو ټېلر او وین تر منځ د ټکر راپور ورکړل شو. د سرې میاشتې ۶۵ محور د کنټرول مرکز ته واستول شول او د دې ولایت د سرې میاشتې ټولنې د عملیاتو همغږي اعلان شوه.»
هغه زياته کړه: «په هغه موټر کې چې٢٣ تنه بهرنيان پکې سپاره وو، د ټېلر موټر د دوو مسافرو په ګډون ١٢ تنو په ټوليزه توګه د سرې مياشتې د ځواکونو لخوا د درملنې په موخه لومړني خدمتونه ترلاسه کړي دي.»
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې په دې پېښه کې دوه موټر چلوونکي هم په ټپیانو کې شامل دي.
ایراني رسنیو ویلي، چې د دې پېښې قربانیان هغه افغانان وو، چې ایران ته په ناقانونه توګه ننوتلي وو.