افغانستان

 ایران او پاکستان په یوه ورځ کې نږدې ۳۵۰ کډوالې کورنۍ اېستلي

عکس از آرشیف

په یوه ورځ کې نږدې ۳۵۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر اژانس په یوه راپور کې ویلي چې پرون (دوشنبه، د تلې ۹مه) له ایران او پاکستان څخه ۳۴۶ کډوالې کورنۍ په «جبري او اختياري» ډول ویستل شوې دي.

د دغه راپور له مخې دغه کډوال د ننګرهار، قندهار، نيمروز او هرات ولايتونو له پولو څخه هېواد ته داخل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه اژانس وايي چې ۱۷ کورنۍ د تورخم او ۲۵ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.

په همدې حال کې د دغه راپور پر بنسټ، ۱۰۶ کورنۍ د اسلام کلا او همدا راز د پل ابرېشم له لارې ۱۹۸ کورنۍ هېواد ته داخلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د آمو یوې څېړنې موندنې ښیي چې «بېکاري» او «خراب اقتصادي وضعیت» د هیواد د اتباعو د غیرقانوني کډوالۍ بنسټیز لاملونه دي.

دا څېړنه په اوو ولایتونو کې د ښځو په ګډون له ۳۳ کسانو سره شوې چې د غیر قانوني کډوالۍ تجربه یې درلوده.

له دې جملې څخه ۴۵.۴ سلنه ګډونوالو ویلي چې دوی د «خراب اقتصادي وضعیت» له امله په ناقانونه توګه کډوالۍ ته اړ شوي؛ خو ۹ سلنه یې همداراز ویلي چې دوی واک ته د طالبانو له راتګ سره د احتمالي جګړې له وېرې ناقانونه کډوالي پیل کړې ده.