په افغانستان کې د ایران سفیر او د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د طالبانو د واکمنۍ پر څرنګوالي نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې باید د قومي، ژبني او مذهبي اقلیتونو پر وړاندې تبعیض ختم شي.
هغه له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې وویل: « یو واحد توکمیز، یو ژبنی، يو جنسيتي او يو مذهبی نظام د هغو خلکو اړتیاوې نه پوره کوی چې ژبنی، توکمیز او مذهبی تنوع لری. په دې معنی باید په افغانستان کې د قومي، مذهبي او ژبني لږکیو پر وړاندې تبعیض پای ته ورسېږي.»
ښاغلي قمي په دې مرکه کې زیاته کړه چې له توپير پالنې پرته باید ټول هغه کسان چې جرم یې ثابت نه وي د هر اړخېز ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او کلتوري ګډون امکان ولري.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي په هاګ کې د طالبانو د ځپلو لپاره د څلورو هېوادونو کمپاین ته په اشارې سره وویل چې طالبان باید دې مسلې ته متوجه وي.
هغه وايي: «دغه هېوادونه د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو په کنوانسیون کې د افغانستان د غړیتوب په استناد هڅه کوي چې سرپرست حکومت نړیوالې محکمې ته معرفي کړي. که چیرې سرپرست حکومت له دې کنوانسیون څخه ووځي، د ښځو په اړه به نړیوال فشارونه لاپسې زیات شي. که دوى له خپلې تګلارې څخه راوګرځي، د هغه اصولو سره به په ټکر کې وي چې دوى تاسیس کړي، او که په کنوانسیون کې پاتې شي، نو د هاګ محکمې له قانوني غندنې سره به مخ شي.»
حسن کاظمي قمي په دغه مرکه کې ټینګار کړی دی چې طالبان تراوسه د خبرو اترو مېز ته نه دي حاضر شوي چې د ستراتېژیکو خبرو اترو بنسټ کېږدي.
په افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر زیاته کړه: «له بده مرغه، دا هغه څه دي چې لویدیځوال یې تمه لري؛ يعنې په سيمه کې يوازې يو حکومت چې د خپلو اړيکو په تنظيمولو او ژورولو کې ورته اړتيا لري.»
ښاغلي قومي همداراز د سیمې د هېوادونو د چارواکو او طالب مشرانو ترمنځ د ناستو پر ترتیب هم نیوکه کړې او ویلي یې دي: «د بېلګې په توګه د لاتینې امریکا د یوه هېواد سفیر یا د جنوب ختیځې اسیا د یوه هېواد چارواکي د کلني راپور د چمتو کولو لپاره کابل ته راځي. په خبرونو کې په ډېرې مبالغې سره خبرې کیږي؛ خو کله چې یو سیمه ییز چارواکی چې د اړیکو په تنظیمولو او تاییدولو کې یې نفوذ خورا مهم وي، کابل او کندهار ته ځي، کله ناکله ځنډیږي او یا یې تمه نه منل کیږي.»
هغه په ایران کې د افغان کډوالو په اړه وویل چې د مسعود پزشکيان د حکومت له پرانستلو وروسته د دغو کډوالو د وضعیت د ښه والي لپاره جدي او څرګند ګامونه پورته شوي او د دغه هېواد دولتي مامورین هم په دې برخه کې په دې اړه ټاکل شوي دي.
حسن کاظمي قمي وویل: ګرانو افغانانو ایران ته مه راځٸ. ځکه چې موږ به افغانستان ته درشو»، هغه وويل چې ايران پوهيږي چې ځينو افغانانو خپلې کورنۍ پرېښي او کار ته تللي دي، ځيني د زده کړو او ځيني د درملنې لپاره. له همدې امله باید هڅه وشي چې د دوی په خاوره کې چې دوى پورې اړه لري، دې خلکو لپاره د کار، زده کړې او درملنې زمینه برابره شي.
په افغانستان کې د ایران سفیر په سیمه کې د ترهګرو ډلو پر زیاتېدونکي فعالیت په نیوکې سره زیاته کړه چې د داعش پر وړاندې د دریځ نیولو او د نورو هغو ډلو پر وړاندې چې د افغانستان د ګاونډیانو امنیت ګواښي چوپ پاتې کېدل ناشوني دي.