د ښځو حماسه آفرین غورځنګ د جبري اېستلو په غبرګون کې په يوه پرېکړه ليک کې له ايرانه غوښتنه کړې چې د افرادو بشري حقونه په نظر کې نيولو سره د افغان کډوالو ستونزو ته انساني او مناسبه حل لاره پيدا کړي.
د دغه حرکت په پرېکړه ليک کې ويل شوي دي: « د افغانستان د ښځو حماسه آفرین غورځنګ په دې باور دى چې د دغه هېواد کډوالو د افغانستان د کړکېچن او بې ثباته شرايطو له امله په ايران هېواد کې پناه اخيستې ده. له همدې امله، دوی په دې هېواد کې د دوی ناوړه وضعیت له امله د دوى خواشينـوونکي وضعيت ته کره چمتوالي او لا ډېر بشري ملاتړ ته اړتیا لري.»
دغه غورځنګ وايي چې د جبري اخراج تګلارې ښايي د يوه هېواد د داخلي اړتياوو پر بنسټ وي. خو باید د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو په درناوي سره پلي شي.
د افغانستان د ښځو حماسه آفرین غورځنګ په پریکړه لیک کې راغلي: «د افغان کډوالو جبري اخراج باید ودرول شي او ایران باید د کډوالو د نړیوال کنوانسیون په چوکاټ کې د خپلو نړیوالو مکلفیتونو په پام کې نیولو سره د هغوی درناوی وکړي او له جبري اخراج څخه دې ډډه وکړي. د ایران جمهوریت د مناسبو میکانیزمونو او اسانتیاوو په رامنځته کولو سره په قانوني توګه د افغان کډوالو د استوګنې لپاره خوندي او مناسب امکانات برابر کړي.»
دغه غورځنګ د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېسيون او د بشري حقونو د نورو بنسټونو په ګډون له نړیوالو سازمانونو غوښتي چې د ایران له حکومت سره د کډوالو د وضعیت لپاره د دوامدارې او انساني لارو د موندلو لپاره کار وکړي.
په ورته وخت کې ایران د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ګړندی کړی او په جلا کړنلارو کې یې د ایراني کارګرانو له خوا د دغو کډوالو د ګمارنې مخه هم نیولې ده.
د يادولو وړ ده، چې په وروستۍ پېښه کې ایران هم د دغه هېواد په قبایلي سیمو د خبرتیاو په خپرولو پر بې اسناده افغان کډوالو د ډوډۍ پر پلورلو بندیز لګولی دی.