افغانستان

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر تضمین ټینګار وکړ

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ریتنو موسودي د ملګرو ملتونو په عمومي شورا کې په خپله وینا کې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر تضمین ټینګار وکړ.

هغې د ملګرو ملتونو د عمومي شورا په ٧٩ غونډه کې ويلي چې ښځې د ټولګډونه سولې په ټینګښت کې مهم رول لوبوي او د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې باید د ښځو او نجونو زده کړې تضمین شي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ویلي چې په ښځو پانګونه په سوله پانګونه ده او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې به هڅې وکړي.

دا په  داسې حال کې ده، چې جرمني، اسټرالیا، هالنډ او کاناډا په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی به د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو له کنوانسیون څخه د سرغړونې له امله د عدالت نړیوالې محکمې ته د طالبانو پرضد عریضه وکړي.

دغو څلورو هېوادونو خبرداری ورکړی، چې که طالبان په شپږو میاشتو کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو د سرغړونې مخه ونه نیسي، د هاګ محکمې ته به راکاږل شي.

د آلمان، استرالیا، هالنډ او کاناډا دغه اقدام په افغانستان کې دننه او همدارنګه د نړۍ د هېوادونو له پراخ ملاتړ سره مخامخ شو.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش پر اېکس ویلي چې هغه د ټولو هغو هېوادونو او سازمانونو ملاتړ کوي چې غواړي د طالبانو لخوا د ښځو او نجونو په وړاندې «تبعیضي» بندیزونه لیرې کړي.