افغانستان

ګوترش: هغه څه چې په افغانستان کې روان دي «ځپونکى نظامونه» يې ترسره کوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي، په افغانستان کې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې څه روان دي، «تر ټولو ناوړه ځپونکو نظامونو» لخوا ترسره کېږي.

هغه پر اېکس لیکلي: «هغه څه چې په افغانستان کې پېښېږي په معاصر تاریخ کې د ځینو خورا سخت جابرو ځپونکو سیسټمونو سره پرتله کېدی شي.»

ښاغلي ګوترش همداراز ويلي چې هغه د ټولو هغو هېوادونو او سازمانونو ملاتړ کوي چې غواړي طالبان د ښځو او نجونو پر وړاندې «تبعیضي» بندیزونه لرې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جرمني، استرالیا، هالنډ او کاناډا هېوادونو تر دې مخکې په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو له کنوانسیون څخه د سرغړونې له امله به د عدالت نړیوالې محکمې ته د طالبانو پرضد عریضه وکړي.

د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو خبرداری ورکړی چې که طالبان په شپږو میاشتو کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې مخه ونه نیسي، د لاهې محکمې ته به راکاږل شي.

د آلمان، استرالیا، هالنډ او کاناډا دغه اقدام په افغانستان او همداراز په نورو هېوادونو کې پراخ ملاتړ سره مخ شو.