نړۍ

حسن نصرالله څوک و؟

حسن نصرالله، شیعه عالم، د لبنان د حزب الله مشر او د منځني ختیځ په سیمه کې یو له خورا مشهور او با نفوذه سیاسي-پوځي شخصیتونو څخه و.

حسن نصرالله له کلونو راهیسې د اسراٸيلو له خوا د وژل کېدو له وېرې په عام محضر کې نه و لیدل شوی.

د شنبې په ورځ د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ چې حسن نصرالله یې د لبنان په پلازمېنه بیروت کې په یوه برید کې وژلی دی.

که څه هم حزب الله ډلې څو ساعته په دې اړه کومه تبصره ونه کړه؛ خو د شنبې د ورځې له سهار وروسته یې د هغه د وژل کېدو پخلی وکړ.

نصرالله له ایران سره نږدې شخصي اړیکې درلودې او نن ورځ یې د حزب الله په سیاسي او پوځي ځواک بدلولو کې مهم رول لوبولی دی.

هغه لا هم د دې ډلې د پلویانو په منځ کې ځانګړی درناوی درلود. د ښاغلي نصرالله په مشرۍ د حزب الله ډلې په عراق او یمن کې د حماس د جنګیالیو او ملېشو په روزنه کې همکاري کوله.

دغې ډلې له ایران څخه د هغو توغندیو او راکټونو د لېږدولو زمینه هم برابره کړې وه چې د حماس ډلې لخوا د اسرائیلو پر ضد کارول کېږي.

ښاغلي نصرالله د حزب الله ډله په لبنان کې د اسراٸيلي ځواکونو سره د مبارزې لپاره د یوې مخالفې ډلې څخه په داسې نظامي ځواک بدله کړه چې د لبنان له اردو څخه قوي او د هیواد په سیاست کې خورا پیاوړې ده.

حسن نصرالله چې په ۱۹۶۰ کال کې زېږېدلی، د بیروت په ختیځ حمود سیمه کې لوی شوی دی.

پلار یې عبدالکریم په دې سیمه کې د سبزیو یو کوچنی دوکان درلود.

هغه د دغه کورنۍ د نهو ماشومانو مشر و. په ١٩٧٥ کې د لبنان د کورنۍ جګړې له پیل وروسته، هغه د امل غورځنګ سره یوځای شو، چې هغه مهال د شیعه ملېشو ډله وه.

د عراق په نجف ښار کې د شیعه ګانو په یوه مدرسه کې د زده کړې لپاره د لنډې مودې وروسته، د لبنان په امل کې شامل شو. پر لبنان باندې د اسراٸيلو له یرغل څه موده وروسته هغه په ​​۱۹۸۲ کال کې دغه ډله پرېښوده.

د امل ډله چې د موسی الصدر لخوا جوړه شوې وه، د ایران د سپاه پاسداران څخه د پام وړ نظامي ملاتړ درلود.

په ١٩٨۵ کې، حزب الله په رسمي توګه د یو «پرلنستي لیک» په خپرولو سره خپل شتون اعلان کړ. په دغه لیک کې حزب الله امریکا او شوروي اتحاد د اسلام اصلي دښمنان په ګوته کړي او د اسرائیلو د “تباهۍ” غوښتنه یې کړې وه.

حزب الله ویلي، اسرائیلو اسلامي ځمکې اشغال کړې دي.

حسن نصرالله د حزب الله ډلې په مختلفو پرمختګونو کې د پراخېدو سره، بالاخره په ١٩٩٢ کې د ٣٢ کلنۍ په عمر کې، د اسراییلو په هوايي برید کې د عباس الموسوي له وژل کېدو وروسته د حزب الله مشر شو.

د موسوي د وژلو غچ د هغه له لومړنیو کړنو څخه یو و. نصرالله د اسرائیلو پر شمالي سیمو د راکټي بریدونو امر وکړ، چې په پایله کې یې یوه نجلۍ  ووژل شوه. په تركيه كې د اسراييلو په سفارت كې يو اسراييلي امنيتي مامور هم د موټر بم په چاودنه كې ووژل شو. په ارجنټاین کې د اسرائیلو پر سفارت د یوه بل ځانمرګي برید په پایله کې لږ تر لږه ۲۹ کسان ووژل شو.

حسن نصرالله د اسرائیلو له ځواکونو سره هم جګړه وکړه چې په ۲۰۰۰ کال کې له جنوبي لبنان څخه د هغوی په وتلو سره پای ته ورسېده.

حسن نصرالله ويلي و چې حزب الله به بې وسلې نه شي او ټینګار یې کاوه چې د لبنان ټولې ځمکې باید بېرته ونیول شي.

په ٢٠٠٦ کال کې د حزب الله ځواکونو یو سرحدي برید ترسره کړ چې په ترڅ کې یې اته اسراٸیلي سرتېري ووژل شول.

دوه نور عسکر د حزب الله ځواکونو لخوا یرغمل ونيول شول. د حزب الله د دغه اقدام په غبرګون کې د اسرائیلو جنګي الوتکو د بیروت په جنوب او جنوبي برخو کې د حزب الله په مرکزونو بمباري وکړه.

حزب الله هم پر اسرائیلو شاوخوا څلور زره توغندي وتوغول.

په دې شخړه کې تر يو زرو۱۱۵ زیات لبنانیان، چې ډېری یې ولسي وګړي وو، ووژل شول.

دغه راز ۱۱۹ اسرائیلي پوځیان او ۴۵ ملکیان ووژل شول.

د نصرالله کور او دفترونه څو څو ځله د اسراییلو په هوايي بریدونو کې په نښه شوي دي. خو هغه ترې ژوندی وتلى و.

په ٢٠٠٩ کې، حسن نصرالله یو نوی سیاسي بهیر پیل کړ چې هڅه یې کوله د حزب الله “سیاسي لید” برجسته کړي.

څلور کاله وروسته، هغه اعلان وکړ چې حزب الله د خپل متحد ایران سره د مرستې لپاره سوریې ته د جنګیالیو په لېږلو سره«يو بشپړ نوي پړاو» ته داخل شوى دی.

په همدې حال کې، سني لبناني مشرانو حزب الله تورن کړړچې هیواد یې د سوریې جګړې کې ښکېل کړ، او فرقه ييز تاوتریخوالی لا پسې زيات شو.

د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اتمه، یوه ورځ وروسته له هغه چې حماس پر اسرائیلو برید وکړ، چې په غزه کې د جګړې لامل شو، د حزب الله او اسرائیلو تر منځ پخوانۍ نښتې زیاتې شوې.

د فلسطین سره د پیوستون لپاره، حزب الله پر اسراٸیلو  ډزې وکړې.

حسن نصرالله په خپله وروستۍ وینا کې پر اسراٸیلو تور پورې کړ چې د ده تر قوماندې لاندې د دغې ډلې د غړو له خوا په زرګونه پېجرونه او مخابراتي وسایل وچادول شول.

دغو چاودنو ۳۹ کسان ووژل او زرګونه نور یې ټپیان کړل.

د حزب الله مشر خبرداری ورکړی چې د دې بریدونو غچ به له اسرائیلو واخلي.

خو څه موده وروسته اسراٸيلو پر حزب الله خپل بريدونه ډېر کړل او پر لبنان باندې د اسراٸيلو په هوايي بريدونو کې شاوخوا ۸۰۰ کسان ووژل شول.

بالاخره د شنبې په ورځ ( تلې ٧مه ۱۴۰۳) اسراٸیلي پوځ اعلان وکړ چې حسن نصرالله یې په بیروت کې په خپلو نویو هوایي بریدونو کې وژلی دی. هغه بريد چې په دې هېواد کې په تېرو څو کلونو کې د لبنان د حزب الله پر ضد بريدونو کې بې سارى ګڼل کېږي.