نړۍ

رویټرز: خامنه يي تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې خوندي ځای ته ولېږدول شو

رویټرز خبري اژانس د خپلو ایراني سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي له سختو امنیتي تدابیرو سره په هېواد کې دننه خوندي ځای ته ولېږدول شو.

په راپور کې ویل شوي چې د اسراییلو له اعلان وروسته چې د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله د جمعې د ورځې په برید کې د بیروت په جنوب کې وژل شوی دی، سرچینو ویلي چې ایران د راتلونکي ګام د ټاکلو لپاره د لبنان حزب الله او نورو سیمه يیزو ډلو سره په دوامداره تماس کې دی.

له بلې خوا د ایران مذهبي مشر نن (شنبه، تلې ٧) یوه خبرپاڼه  خپره کړې او ویلي یې دي چې پر ټولو مسلمانانو واجب ده چې د حزب الله تر څنګ ودرېږي.

په دغه خبرپاڼه کې ښاغلي خامنه ای د حزب الله مشر د وژل کېدو یادونه نه ده کړې.

د ایران د اسلامی جمهوریت معظم رهبر علی خامنه يي په لبنان کې د وروستیو پېښو په باره کې په یو پیغام کې وویل:« صهیونیسټی جنایتکاران باید پوه شی چې په لبنان کې د حزب الله پياوړي جوړښت ته د پام وړ زیان رسولو لپاره ډېر کوچني دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې حزب الله تایید کړې چې د دغه ډلې مشر حسن نصرالله پرون د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو په بریدونو کې وژل شوی دی.