افغانستان

د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو احتمال

Floods in northern Baghlan province. May 2024. File photo.

د طالبانو تر واک لاندې د هوا پېژندنې ادارې په يوې خبرپاڼې کې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د سختو بارانونو ورښت او سېلابونو د راوتلو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

دغه رياست اعلان کړى، چې سبا (يکشنبه، تلې ٨مه) په يو شمېر ولايتونو کې د سېلابونو د راوتلو امکان شته.

د دې خبرپاڼې له مخې، د بدخشان، تخار، نورستان، پروان، پنجشیر، بغلان، کنړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، کابل، پکتیا، خوست، بامیان، سرپل، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، غور، دایکندي، ارزګان ولایتونه هلمند، فراه او هرات به د سختو بارانونو او سیلابونو شاهدان وي.

په دې سیمو کې د اورښت اندازه د ١۵ او ۴٠ ملي مترو ترمنځ لټکل شوې ده.

دغه راز دغه رياست د هېواد په لوېديځو او مرکزي ولايتونو کې له دوړو سره د قوي بادونو د لګېدو خبر ورکړى چې سرعت به يې په ساعت کې له ٥٠ او ٧٠ کيلومترو پورې وي.