نړۍ

اسرائیلي پوځ: حسن نصرالله د بیروت په برید کې وژل شوی

د الجزیرې د راپور پر بنسټ، د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله پرون (جمعه، د تلې ۶) په بیروت کې د دوی په برید کې وژل شوی دی.

اسراییلو دا برید پرون د لبنان په جنوب کې وکړ. داسې برید چې د حزب الله په وړاندې د دې هېواد د وروستیو کلونو جګړو په تاریخ کې بې ساری دی.

تر دې مخکې اکسوس خبري اژانس راپور ورکړی و چې په دې برید کې د لبنان د حزب الله د مشر مرکز په نښه شوی دی.

په همدې حال کې اسرائیلي رسنیو څو ساعته مخکې خبر ورکړ چې د حسن نصرالله لور زینب نصرالله هم په دغه برید کې وژل شوې ده.

د لبنان حزب الله په رسمي ډول د پلار او لور مړینه نه ده تایید کړې.