په ټوله نړۍ کې یو شمېر کډوالو، د بشري حقونو، د ښځو د حقونو، مدني ټولنو، ژورنالیستانو او د دغه هېواد پخوانیو پوځیانو د «مهربان نامه» په نوم یو لیک استولی او د ایران له ولسمشر مسعود پزشکيان څخه یې غوښتي چې له دغه هېواده د افغان کډوالو اېستل ودروي.
د بشري حقونو دغو فعالانو او کډوالو په ټول هېواد کې د «ایران څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د مخنیوي» تر عنوان لاندې کمپاین پیل کړی او ویلي یې دي چې د دې کار موخه د هېواد د کډوالو لپاره عدالت غوښتنه ده.
په دغه لیک کې راغلي: «له هغه وروسته چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، د هېواد سیاسي او امنیتي وضعیت بدل شوی دی، په جدي توګه خراب شوی دی. ډیری خلک چې په حکومت، اردو، امنیتي، رسنیو او نړیوالو ادارو کې د کار کولو مخينه لري، په ځانګړې توګه پوځي پرسونل او ژورنالیستان، د محاکمې، شکنجې او آن د اعدام له جدي خطر سره مخ دي.»
د هېواد دغو کډوالو او د بشری حقونو فعالانو په دغه لیک کې د ایران ولسمشر ته په خطاب کې وویل: « ځینو کډوالو لخوا په انفرادی او یا شخصی توګه د ځینو جنایتونو ترسره کول په دې ډول عام شوی دی، چې د کډوالۍ ټوله ټولنه ځوروي. جرم شخصي دی او باید د کډوالۍ ټولې ټولنې یا یوې ځانګړې ډلې پورې ونه تړل شي.»
دغه فعالان وايي چې طالبان اوس د هغو کسانو د پېژندلو او مجازاتو په لټه کې دي چې په تېر حکومت کې يې د بهرنيو بنسټونو یا کلتوري او ټولنیز فعالیتونه د دوی د فکر له دوى سره په ټکر کې وو.
په دغه لیک کې د ۱۹۵۱ کال د جنیوا کنوانسیون او د ۱۹۶۷ کال الحاقي پروتوکول ته په اشارې سره ویل شوي چې هیڅ کډوال یا پناه غوښتونکى باید داسې هېواد ته ونه لېږل شي چې د ځورونې له خطر سره مخامخ وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بشري حقونو يو شمېر فعالان، خبريالان، پخواني پوځيان او مدني ټولنې غړي لوېديځو هېوادونو ته د تګ په تکل هېواد پرېښى او ايران ته کډوال شوي؛ خو تر اوسه پورې، ډیری یې په بې برخليکۍ کې ژوند کوي او د دوی د کډوالۍ قضیې نه دي حل شوي.