افغانستان

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیره: طالبان پر ښځو د بندیزونو په لګولو د افغانستان راتلونکې زیانمنوي

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیره پیني وانګ د ملګرو ملتونو د عمومي شورا په ٧٩مه غونډه کې ويلي چې طالبان پر ښځو د بندیزونو په لګولو سره د افغانستان راتلونکي  زیانمنوي.

نوموړي په دې غونډه کې په خپله وینا کې په ټینګار سره زیاته کړه، که طالبان د افغانستان پرمختګ غواړي، باید د ټولنیز ژوند او حکومتوالۍ په ټولو برخو کې د ټولو قومونو د ونډې زمینه برابره کړي.

تر دې مخکې اسټرالیا، جرمني، هالنډ او کاناډا د عمومي شورا په خاشيوي غونډه کې ویلي وو چې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو له کنوانسیون څخه د سرغړونې له امله به د عدالت نړیوالې محکمې ته د طالبانو پرضد عریضه وکړي.

د دغو څلورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو خبرداری ورکړی، چې که طالبان په شپږو میاشتو کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو څخه سرغړونې بندې نه کړي، د هاګ محکمې ته به راکاږل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو ډېری اساسي او بنسټيز حقونه تر پښو لاندې کړي او ښځو او نجونو ته اجازه نه ورکوي، چې تر شپږم ټولګي پورته خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

تازه، طالبانو د خپل نوي (امربالمعروف او نهى عن المنکر»  قانون په توشيح سره په عامه ځایونو کې آن د ښځو غږونه چې نارینه شتون ولري هم منع کړي دي.

په دغه قانون کې طالبانو د ښځو مخونه هم د «عورت» یوه برخه بللې او پر پټولو یې ټینګار کړی دی. هغه قضیه چې سني عالمان د اسلام او حنفي مذهب له نظره افراطي بلل شوې او ويلي يې دي چې د ښځو مخونه عورت نه دي.