افغانستان

 ایران او پاکستان په یوه ورځ کې څه باندې ۳۷۰ کډوالې کورنۍ اېستلي

تصویر از آرشیف

په یوه ورځ کې څه باندې ۳۷۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې پرون (جمعه د تلې ۶مه) له ایران او پاکستان څخه د هېواد ۳۷۳ کډوالې کورنۍ په جبري او داوطلبانه توګه ویستل شوې دي.

د دغه راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو افغانستان ته داخل شوی دی.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه اژانس وايي چې ۲۷ کورنۍ د تورخم او ۲۰ کورنۍ د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

په همدې حال کې د دغه راپور پر بنسټ، د پل ابرېشم له لارې ۹۰ کورنۍ او همدارنګه ۲۳۶ نورې کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ایران او پاکستان کې افغان کډوال له ستونزو شکایت کوي.

په ایران کې مېشتو افغان کډوالو آمو ته ویلي چې د دغه هېواد حکومت د دوی ماشومانو ته  په ښوونځیو کې د شاملېدو اجازه نه ورکوي.

په همدې حال کې د کرمان څارنوالۍ د دغه ښار ډوډۍ پخونکو ته امر کړی چې په غیر مجازو کډوالو باندې دې «ډوډۍ» نه پلوري.