فنلنډ وايي، له روسیې سره له خپلې ختیځې پولې څخه لږ تر لږه ۲۰۰ کیلومتره لرې د ناټو یوه مهمه اډه جوړوي. یو اقدام چې د دغه هېواد د دفاع وزارت په وینا مسکو ته به یو پیغام وي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د فنلنډ د دفاع وزیر انټي هاکانن وايي، د شمالي اروپا د ځمکني قوماندې واحد لپاره د ناټو نوې اډه به د دغه هېواد په سویل ختیځ کې پروت د میکلي په ښار کې جوړه شي.
هغه په یوه خبري غونډه کې وویل: «فنلنډ روسیې ته د یو پیغام د استولو په حال کې دی. موږ د ناټو بشپړ غړي یو، او ناټو د فنلنډ په دفاع کې خورا پیاوړی رول لري.»
دا په داسې حال کې ده، چې فنلنډ چې له روسیې سره ۱۳۴۰ کیلومتره ګډه پوله لري، تېر کال پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته له ناټو سره یوځای شو.
د فنلنډ د دفاع وزیر وویل، «د دې پوستونو په یوځای کولو سره، موږ به د ملي دفاع د مدیریت او د ناټو د دفاع د مدیریت تر منځ غوره ممکنه همغږي ترلاسه کړو.»
د دغو راپورونو پر بنسټ، د دغه پوځي ائتلاف د ځمکنیو ځواکونو څو قوماندې به د امریکا په نورفولک ښار کې د ناټو تر قوماندې لاندې چې د اتلانتیک او ارکټیک سیمو څارنه کوي، فعالیت کوي. د فنلنډ د دفاع وزیر ویلي دي چې دغه پوسته به د ناټو د مختلفو هېوادونو د لسو تنو لخوا اداره کیږي.
د يادولو وړ ده، چې د جون په میاشت کې، د ناټو دفاع وزیرانو فنلنډ ته شين څراغ ورکړ چې د ډېرو ځمکنیو ځواکونو او همدارنګه پرمختللي ځمکنیو ځواکونو کوربه توب وکړي.
خو هاکانن په دې خبري کنفرانس کې زیاته کړه چې د ناټو د مخکني ځمکنیو ځواکونو، څرخي او څو ملتي ځواکونو، چې د ناټو په ختیځه جبهه کې په څو هېوادونو کې ځای پر ځای دي، جزئیات وروسته اعلان شي.