نړۍ

 په امریکا کې د هلن طوفان له امله د مړو شمېر ۳۳ تنو ته لوړ شو

د هلن توپان د جمعې په ورځ ( تلې ٦) د امریکا په سویل ختیځو سیمو کې د سېلابونو ګواښونه رامنځ ته کړل، چې د دغه توپان په پایله کې لږ تر لږه ۳۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

د رویټرز د راپور له مخې دغې طبیعي پېښې په دې سیمه کې د برېښنا لاينونه هم اغېزمن کړي او له ۴ میلیونو ډېر کورونه او کاروبارونه یې له برېښنا بې برخې کړي دي.

په همدې حال کې د امریکا په ټنسي ایالت کې چارواکو د نیوپورټ ښار ته څېرمه د یوه بند د احتمالي نړېدو د اندېښنو له کبله د سیمې د تخليې امر کړی دی.

د يادونې وړ ده، چې په شمالي کارولینا کې یو بل بند هم نړېدو ته نږدې دی.

د هلن توفان د پنجشنبې په ورځ په ځايي وخت د شپې په ۱۱:۱۰دقيقې په ساعت کې د ۲۲۵ کیلومترو په سرعت سره مخکې له دې چې د جورجیا له لارې د امریکا په لور حرکت وکړي او ټینیسي او کارولینا ته ننوځي، فلوریډا په بیګ بینډ سیمه کې پيل شو.

د دې توپان په پایله کې په بندرونو کې ډیری کښتۍ چپه شوې، ونې پرې شوې، موټرونه ډوب شول او کوڅې له اوبو ډکې شوې دي.

د متحده ایالاتو د ملي طوفان مرکز په وینا، دغه توپان د جمعې د ماسپښین په پیل کې د دوامداره بادونو سره د توپان فشار کمزوری شوی و. چې سرعت يې په ساعت کې ٣٥ کيلو مترو ته رسېده.

په همدې حال کې، د هلن سختو بارانونه لاهم په ډېرو سیمو کې د ویجاړونکي سېلابونو لامل شوي، او پولیس او اور وژونکي په اغېزمنو ایالتونو کې په اوبو کې د زرګونو خلکو د ژغورلو لپاره د ژغورنې عملیات ترسره کوي.

د کوک ښاروال په ټولنیزو رسنیو لیکلي چې «د والټرز بند له ناورین سره مخ شوی او د نیوپورټ مرکزي سیمه به د ٣٦زره نفوس سره تخليه شي.»

په ورته وخت کې، د ټینیسي ایالت د بېړني مدیریت ادارې په ټولنیزو رسنیو کې اعلان وکړ چې د والټرز بند، چې په شمالي کارولینا کې د پولې په اوږدو کې موقعیت لري، لا تر اوسه نه دی اغېزمن شوى. دغه ادارې اعلان وکړ چې دا معلومات د ډیوک انرژۍ شرکت څخه چې د بند چلونکى دى ترلاسه شوي.

د شمالي کارولینا په لوېدیځ کې د رودرفورډ ښار اضطراري مدیریت چارواکو د لورجهيل بند ته نږدې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړ چې سمدلاسه لوړې ځمکې ته کډه شي ، او ویل يې دي چې « بند نړېدونکې دى.»

 په بونکم ښار کې  چې د رادرفورد سره نږدې پروت دى ځمکې ښویدنې له کبله په  ٤٠ او ٢٦ ايالتونه لويې لارې بندې شوې دي