نړۍ

 په عراق کې د امریکا حضور پای ته رسېږي

امريکا او عراق په يوه ګډه خبرپاڼه کې اعلان کړى، چې د امريکا په مشرۍ پوځي ايتلاف به د ٢٠٢٥ کال تر سپټمبر پورې په عراق کې خپل ماموريت پاى ته ورسوي او د امريکا او عراق ترمنځ دوه اړخېزه امنيتي همکاريو ته به وسپارل شي.

د رویټرز د راپور له مخې امریکا اوسمهال په عراق کې شاوخوا ۲زره۵۰۰ او په سوریه کې ۹۰۰ پوځیان لري او د هغه ایتلاف برخه ده چې په ۲۰۱۴ کال کې د داعش پر وړاندې چې په دواړو هېوادونو کې د «جولان» غرونه یې نیولي وو، د جګړې لپاره جوړ شوى و.

یوه جګپوړي امریکایي چارواکي مخکې ویلي وو: «زه غواړم ټینګار وکړم چې دا وتل نه دي. دا یو لېږد دی. دا د متحده ایالاتو او عراق ترمنځ د پراخې دوه اړخېزې امنیتي همکارۍ لپاره د ایتلافي پوځي ماموریت څخه لېږد دی.»

د دغه آژانس د راپور له مخې د عراق لومړی وزیر محمد شیاع السوداني د جنورۍ په میاشت کې د دغه بدلون په اړه له واشنګټن سره خبرې اترې پیل کړې. هغه مخکې ويلي چې د دوی د مرستې ستاینه کوي، د متحده ایالاتو سرتېري د ناکرارۍ لپاره د جذب عامل باندې بدل شوي، په مکرر ډول په نښه کیږي او د هغو بریدونو ځواب ورکوي چې ډېری وختونه د عراق له حکومت سره همغږي نه وي.

رویټرز وايي، د دې تړون له مخې به د ۲۰۲۵ کال تر سپټمبر پورې سلګونه پوځیان له عراقه او پاتې نور به یې د ۲۰۲۶ کال تر پایه ووځي.

د دې پلان له مخې به ټول ایتلافي ځواکونه د ۲۰۲۵ کال تر سپټمبر پورې د عراق په لوېدیځ انبار ښار کې د عین الاسد هوايي اډه پرېږدي او په بغداد کې به خپل حضور په پام وړ کچه کم کړي.

تمه کیږي چې امریکایي عسکر او نور ایتلافي ځواکونه په اربیل کې پاتې شي. د جرمني، فرانسې، هسپانیې او ایټالیا په ګډون نور هېوادونه په دې ایتلاف کې په سلګونو سرتیري لري.

امریکايي چارواکو ویلي دي چې په سوریه کې به د امریکا ماموریت دوام ولري.

په داسې حال کې چې اصلي تمرکز د داعش پر وړاندې مبارزه ده، امریکايي چارواکي مني چې د امریکا حضور هم د ایران د نفوذ پر وړاندې د ستراتیژیک دریځ په توګه کار کوي.

د امریکايي چارواکو په وینا دا وضعیت په داسې حال کې زیات شوی چې اسراٸیل او ایران خپلې سیمه ییزې جګړې ته شدت ورکړی او په عراق کې امریکايي ځواکونو په دې وروستیو کې پر اسراٸیلو توغندي او بې پیلوټه الوتکې ويشتلي دي.

دا هوکړه ښايي د سوډاني لپاره سیاسي بریا وي، چې عراق د واشنګټن او تهران دواړه د متحد په توګه ساتي.