د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو لخوا د ښځو له حقونو څخه سرغړونې د «بشریت ضد جنایت» دی او دغه هېواد يې پر وړاندې مبارزه کوي.
دغه وزارت پر اېکس ویلي: «طالبان غواړي ښځې خاموشه او له لرې کړي، موږ د ښځو پر وړاندې د دغه جنایت په مقابل کې مبارزه کوو.»
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو په برخه کې په ځانګړې توګه په نړۍ کې د ښځو د حقونو په اړه د دغه هېواد پر ژمنتیا ټینګار وکړ او د استرالیا، هالنډ او کاناډا له هېوادونو سره د خپلې ګډې خبرپاڼې په تړاو وویل چې له همدې امله یې دغه خبرپاڼه خپره کړې ده.
دغه وزارت وايي: «د ښځو د حقونو د کنوانسیون له امکاناتو څخه په استفادې به د افغانستان اوسنی وضعیت بدل نه کړي. خو د دې هیواد مېرمنو ته هيله ورکوي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د جرمني، استرالیا، هالنډ او کاناډا د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه بې ساري اقدام کې ویلي چې که طالبان په شپږو میاشتو کې له بشري حقونو سرغړونه په ځانګړې توګه د ښځو په وړاندې سرغړونې پاى ته ونه رسوي؛ دوی به له طالبانو د عدالت نړیوالې محکمې ته د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو له کنوانسیون څخه د سرغړونې په خاطر شکایت وکړي.
دغو هېوادونو خبرداری ورکړی چې طالبان به په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونې په تور په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې ته راکاږي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون لاسلیک کړ.