د ګوياناد سویلي امریکا هېواد دی ولسمشر عرفان علي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې پر ګډون کوونکو هېوادونو غږ کړی چې د طالبانو پر وړاندې جدي دریځ غوره کړي.
هغه وویل: «دا غونډه باید د طالبانو لخوا د افغان مېرمنو او نجونو دوامداره ظلمونه او ځورونې هم وغندي. هغه ښځې چې نه یوازې زده کړې او د حرکت له ازادۍ څخه بې برخې دي، حتی په عامه ځایونو کې د هغوی غږ هم نه اورېدل کېږي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د جرمني، استرالیا، هالنډ او کاناډا د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی چې که طالبان د ښځو له حقونو څخه د سرغړونو لاس وانخلي، دغه هېوادونه به د «ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعيض د له منځه وړلو کنوانسیون » څخه د سرغړونې په خاطر د عدالت نړیوالې محکمې ته د طالبانو پرضد عریضه وکړي.
د آلمان، استرالیا، هالنډ او کاناډا هېوادونو دغه اقدام د بشري حقونو د سازمانونو او د مدني ټولنې د فعالانو له خوا په پراخه کچه ستايل شوی دی.
د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار کړی، چې طالبان به په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونې په تور د هاګ محکمې ته راکاږل شي.
طالبانو واک ته له راتګ وروسته د ښځو او نجونو ډېر حقونه محدود کړل او د هغوی ازادي یې سخته تر فشار لاندې نيولې ده.
تازه، طالبانو د « امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون» په نوم یو نوی قانون تصویب کړ چې په عامه ځایونو کې د نارینه وو په شتون کې د ښځو غږونه منع کوي او د ښځو مخونه یې د «عورت» په توګه تعریف کړي او لیدل یې حرام اعلان کړي دي.
په همدې حال کې د طالبانو مشر هبت الله آخندزاده په کندز ولایت کې د دغې ډلې له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي چې د ښځو مخونه «فتنه» ده او باید پټ شي.