د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي ټلویزیون له خوا د خپوره شوي غږيز کليپ پر بنسټ، د طالبانو مشر هبت الله آخندزاده په کندوز ولایت کې په خپله وینا کې د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو وژل کېدل تایید کړل.
د طالبانو مشر په دغه غږيز کليپ کې ویلي دي چې د طالبانو په ځینو زندانونو کې یې د بندیانو د وژلو راپورونه ترلاسه کړي او اوس د دې وژنې ټول عاملین له دندو لیرې شوي دي.
هغه زياته کړه، چې يو شمېر بنديان د محکمې له حکم پرته په خپلو زندانونو کې وژل شوي دي.
د طالبانو مشر یو ځل بیا له هرې ممکنې لارې د شریعت پر بشپړ تطبیق ټینګار کړی دی.
دا خبرې کندز ته د طالبانو د مشر له سفر دوه اونۍ وروسته خپرې شوې دي.
آخندزاده په دغه غږيز کليپ کې ویلي: «ما داسې راپور ترلاسه کړ چې یو شمېر بندیان د محکمې له حکم پرته وژل شوي دي. اوس د دې پیښې عاملین له دندو ګوښه شوي دي.»
د شمېرو پر بنسټ اوسمهال د طالبانو په زندانونو کې ۲۳ زره کسان بندیان دي چې له دې ډلې له ۱۰۰۰ څخه تر يو زر ۱۰۰ پورې د طالبانو په زندانونو کې په اعدام محکوم دي. له ۶۰۰ څخه تر ۷۰۰ پورې په اعدام او حدودو محکوم شوي او شاوخوا ۴۰۰ نور د قصاص په سزا محکوم شوي دي.
همدارنګه د طالبانو په زندانونو کې د طالبانو له خوا د محکوم شویو کسانو شمېر ١١زره تنه، د بې محکومو کسانو شمېر ١٢زره تنه او د ښځينه بندیانو شمېر ۱۰۰۰ دی.
خو له بندیانو سره د طالبانو د چلند کیسه په دې ډول خلاصه شوې کېږي.
د طالبانو په زندان کې پخوانۍ بندۍ رقيه ساعي وويل: «طالبان له بنديانو سره له تاوتريخوالي او د انساني ارزښتونو خلاف چلند کوي. د سیاسي بندیانو سره د طالبانو چلند خورا وحشتناک دی او حتی په ښځو جنسي تېری کوي.»
د طالبانو مشر په کندز کې د خپلو خبرو په یوه برخه کې د ښځو او نجونو مخونه او غږونه «فتنه» بللی او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې به د هرې ممکنې لارې شرعيت نافذ کړي.
هغه وويل: «د نجونو او ښځو مخونه فتنه پارونکې دي، خو ځوانان چې د امريکا د شل کلن حضور تر اغېز لاندې دي، په دې نه پوهېږي.»
د هېواد وګړي او د بشري حقونو فعالان؛ د طالبانو د مشر دریځ ښځو او نجونو ته سپکاوی ګڼي او ټینګار کوي چې طالبان دې پر ښځو او نجونو د بريد پر ځای؛ د دوى غوښتنو ته پام وکړي.
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو هم د طالبانو په زندانونو کې له بشري حقونو څخه د جدي سرغړونو په اړه اندېښنه ښودلې او د طالبانو سخت دریځ د دوی د نوي قانون په ګډون له نړیوالو نیوکو سره هم مخ شوی دی.
تازه؛ د ملګرو ملتونو د عمومي شورا په ۷۹مه غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ګډون د یو شمېر هېوادونو استازو د طالبانو چلند ناوړه او د بشري حقونو د موازنو خلاف بللی دی.