افغانستان

  هرات او ميدان وردګ کې ترافیکي پېښو یو تن مړ او ۱۱ نور ټپیان کړل

په میدان وردګو او هرات ولایتونو کې د ترافیکي پېښو په پایله کې لږ تر لږه یو تن مړ او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د باخترآژانس د راپور پر بنسټ،  يوازې په ميدان وردګو کې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې شپږ تنه ټپيان شوي دي.

په ورته وخت کې په هرات ولایت کې په یوه بله ترافیکي پېښه کې یو تن مړ او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د دغه خبر له مخې، د کابل – کندهار پر لويه لاره د ميدان وردګو ولايت او د دغه ولايت په سيدآباد ولسوالۍ کې ترافيکي پېښه رامنځته شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې دغه پېښه د کرولا موټر، سراچه ډوله موټر او يو موټرسايکل د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د دغې پيښې ټپيان د سيمې د خلکو په همکارۍ د پېښې له ځاى نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د آمو ټلوېزيون د راټولو شويو شمېرو پر بنسټ، په تېرو دوو مياشتو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په بېلابېلو ترافيکي پېښو کې د دغه يو تن په ګډون له سلو ډېر کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

دا احصایه د دې پیښو له امله د تلفاتو په تاریخ کې زیاتوالی ښیي.

په هېواد کې د طالبانو تر واک لاندې د ترافيکو رياست مسٶولينو له دې وړاندې ويلي وو، چې ډېرى دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او همدارنګه د موټرونو د تېز سرعت له امله رامنځته کېږي.