نړۍ

زیلینسکي: له روسیې سره د اوکراین جګړه«پای ته نږدې ده»

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي وايي، باور لري چې له روسیې سره د اوکراين جګړه « د پاى پړاو» ته نږدې شوې ده.

ښاغلي زیلینسکي له اى بي سي خبري شبکې سره په مرکه کې ويلي: «د بري پلان د اوکراین د پیاوړتیا لپاره دی. له همدې امله موږ له خپلو ملګرو او متحدینو څخه غواړو چې موږ پیاوړي کړي. دا خورا مهم دي.»

د اوکراین ولسمشر چې له جوبایډن سره د لیدو او د ملګرو ملتونو د عمومي شورا په غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته تللی، د دغه هېواد له ټولو شریکانو یې وغوښتل چې د «رښتینې او عادلانه سولې» لپاره د ګډې بریا په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

هغه په ​​دې مرکه کې زیاته کړې: «زه فکر کوم چې موږ تر هغه چې فکر مو کاوه سولې ته نږدې شوې یو. موږ د جګړې پای ته نږدې شوي یو.»

دا په داسې حال کې ده، چې ښاغلي زلینسکي په وار وار له امریکا او برېتانیې غوښتي چې د اوکراین له خوا د روسیې په خاوره کې دننه د ژورو اهدافو د بريدونو لپاره د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو په کارولو بندیز لرې کړي.

په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی چې د روسیې پر اهدافو د برید لپاره د لوېدیځو وسلو کارول به د جګړې د جدي زیاتوالي او د ناټو د هېوادونو له خوا د یوې مستقیمې ننګونې په توګه وګڼل شي.

د اوکراین د ولسمشر دا غوښتنه په داسې حال کې شوې ده چې د دغه هېواد په ختیځ کې د سختو جګړو او همداشان د اوکراین لخوا د روسیې د کرسک په سیمه باندې له بريد څو اونۍ وروسته د دغه هیواد په ختیځ کې سختې نښتې روانې دي.

اوکراین وايي، د خپل ناڅاپي برید په لومړیو ورځو کې یې د کورسک په سیمه کې سلګونه مربع ميله سیمه او لسګونه کلي نیولي دي.