افغانستان

په لغمان کې ترافیکي پېښو یو تن مړ او ۵۲ نور ټپیان کړل

د کابل – جلال اباد پر لویه لار د درېیو جلا ترافیکي پېښو په پایله کې یو تن مړ شوی او ۵۲ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر آژانس ته په يوه راپور کې ويلي چې دغه پېښه د لغمان ولايت اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.

د يادو پېښو لامل پر دې لويې لارې د موټر چلوونکو بې احتياطي بلل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د آمو ټلويزيون د راټولو شويو شمېرو پر بنسټ، په تېرو دوو مياشتو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په بېلابېلو ترافيکي پېښو کې د دغه يو تن په ګډون له سلو ډېر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

دا احصایه د دې پیښو له امله د تلفاتو په تاریخ کې زیاتوالی ښیي.

په هېواد کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ترافيکو رياست مسوولينو له دې وړاندې ويلي وو، چې ډېرى دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او همدارنګه د تېز سرعت موټرونو له امله رامنځته شوې دي.