افغانستان

په کاناډا کې لاريون کوونکي: نړۍ باید د «هزاره ګانو نسل وژنې» پروړاندې سمدستي اقدام وکړي

په کاناډا کې مېشتو یو شمېر افغانانو په یوه اعتراضي راټولېدنه کې چې دوى يې د«هزاره ګانو نسل وژنې» بولي په غبرګون کې له نړۍ وغوښتل چې په دې برخه ژر تر ژره اقدام وکړي.

دغو هېوادوالو د «د هزاره ګانو د نسل وژنه ودروٸ» په شعار سره د هېواد پر اتباعو بریدونه وغندل.

د اعتراض کوونکو د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه اعتراضي راټولېدنې په ټورنټو او ونکوور کې ترسره شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو ویلي چې د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۲ مه) په دایکندي کې د هزاره ګانو په ډزو کې ۱۴ تنه وژل شوي دي.

خو داعش، چې د دې پېښې مسٶوليت يې پر غاړه واخيست، له دې پېښې وروسته وويل، چې په دې بريد کې يې ۱۵ تنه وژلي او ۶ نور يې ټپيان کړي دي.

په ورته وخت کې د دايکندي ولسوالۍ يوې سرچينې آمو ته په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې دوو موټرسایکل سپرو چې ځانونه یې د طالبانو غړي معرفي کول، پر هزاره ګانو یې ډزې وکړې.

اوس په کاناډا کې د دغه هېواد لاريون کوونکو دغه بريد «وحشيانه»بللی او له نړيوالې ټولنې يې په وړاندې د سمدستي اقدام غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې طالبانو د شنبې په شپه (د وږي ۳۱مه) د کابل په لوېدیځ کې د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري څلور لارې ویجاړ کړه. هغه پېښه چې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د هزاره ګانو نړیوالې شورا په یوه پرېکړه لیک کې د طالبانو دا کړنه په هېواد کې د هزاره ګانو کلتوري او هویت وژنه بللې ده.