په یوه ورځ کې څه باندې ۱۵۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې باختر اژانس په یوه راپور کې ویلي چې پرون (یکشنبه، د تلې ۱) ۱۵۷ کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه په جبري ډول او په خپله خوښه ویستل شوې دي.
د دغه راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له پولو څخه افغانستان ته داخل شوی دی.
د طالبانو تر ادارې لاندې دغه اژانس وايي، ۲۰ کورنۍ د تورخم او ۴۳ کورنۍ د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
په همدې حال کې د دغه راپور پر بنسټ، ۶۵ کورنۍ د پل ابرېشم له لارې او ۲۹ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د آمو د یوې څېړنې موندنې ښیي چې «بېکاري» او «خراب اقتصادي وضعیت» د هېواد د اتباعو د غیرقانوني کډوالۍ بنسټیز لاملونه دي.
دا څېړنه په اوو ولایتونو کې د ښځو په ګډون له ۳۳ کسانو سره شوې چې د غیر قانوني کډوالۍ تجربه یې درلوده.
له دې جملې څخه ۴۵.۴ سلنه ګډونوالو ویلي چې دوی د «خراب اقتصادي وضعیت» له امله په ناقانونه توګه کډوالۍ ته اړ شوي؛ خو ۹ سلنه یې ویلي چې دوی واک ته د طالبانو له راتګ سره د احتمالي جګړې د وېرې له امله ناقانونه کډوالي پیل کړې ده.