Uncategorized @ps

ټرمپ له هرې سره خپله دوهمه مناظره رد کړه

د امریکا د متحدو ايالاتو پخواني ولسمشر او په ولسمشريزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونلډ ټرمپ  د امریکا د متحده ايالاتو له مرستیالې ولسمشرې او د ډیموکراټ ګوند له نوماندې کامالا هرېس سره د دویمه مناظره هم رد کړه.

د رویټرز په وینا، ښاغلي ټرمپ د خپل دیموکراتې سیالې سره د دویمې مناظرې د ترسره کولو لپاره د سي اېن اېن بلنې ته په ځواب کې،  وویل: «له کامالا هرېس سره د دویمې مناظرې لپاره فرصت نه دى برابر.»

 کامالا هرېس د وږي په ٣١مه له ډونلډ ټرمپ سره د دوهمې مناظرې د ترسره کولو لپاره د سي اېن اېن خبري شبکې بلنه منلې چې ټاکل شوې ده د دوشنبې په ورځ (د تلې ٢مه) ترسره شي او خپل سیال يې د ټاکنیزو کمپاینونو په وروستیو اونیو کې یوه نوې ننګوونې په لور بللى دى.

د مېرمن هرېس د کمپاین مشر اومالي ډیلون په یوه بيانيه کې وویل: «د ولسمشر مرستیاله کامالا هرېس د ډونلډ ټرمپ د ننګونې لپاره یو بل فرصت ته چمتو ده. ټرمپ باید د داسې بحث په منلو کې ستونزه ونلري.»

د ټرمپ او بایډن ترمنځ د ٢٠٢۴ کال ولسمشریزو ټاکنو لومړۍ مناظره په اتلانتا کې په سي اېن اېن کې ​​ترسره شوه. دې بحث مهمې پایلې درلودې، چې له ټاکنیزې سیالۍ څخه د بایډن د وتلو او د هغه پر ځای د ډیموکراټانو له ډلې کامالا هرېس د ځاى ناستې کېدو سبب شو.

ټرمپ د سپټمبر په ١٠ د هرېس سره د لومړۍ مناظرې وروسته، چې په فلاډلفیا کې د اى بي سي نیوز لخوا ترسره شوه، تېره اونۍ اشاره وکړه چې هغه به د ولسمشرۍ په دریمه مناظره کې برخه واخلي.

خو هغه په ​​کالیفورنیا کې په یوه تمځای کې پر تروت ټولنیزې شبکې خپل پخواني پوسټ ته په اشارې خبریالانو ته وویل،: «که زه په ښه حال کې وم، دریم بحث به پکار نه وي.»

سي اېن اېن د اکتوبر په میاشت کې، دواړه سیالو کمپاین دفترونو ته د بایډن – ټرمپ مناظرې ته ورته بڼه وړاندې کړه، چې په کې به ټرمپ او هرېس په سټوډیو کې د ليدونکو له حضور پرته د ٩٠ دقیقو لپاره په يوه ژوندۍ خپرونه کې د لیدونکو پوښتنو ته ځواب ووایي.