افغانستان

ایراني چارواکى: «د طالبانو خر له پله تېر شوی»

د طالبانو له خوا د هېواد د ملي سرود د سپکاوي په غبرګون کې د ایران یوه قضايي چارواکي لیکلي چې د قدرت د منطق له مخې طالبان حق لري، د ایران او پاکستان د ملي سرود سپکاوى وکړي.

د ایران د قضائیه قوې یو وکیل محمد علي بهمني قاجار د ایران د ملي سرود د درناوي لپاره د طالبانو د نه درېدو پړه د ایراني چارواکو په غاړه واچوله.

هغه پرون (وږي ٣٠) پر اېکس لیکلي: «ایران د طالبانو د پاکوونکو دې سرکشۍ ته د ځواب ورکولو لپاره کومې وسیلې لري؟ تقریباً هېڅ هم نه، نه په پنجشیر کې مسعود شته، نه په هرات کې اسماعیل خان، نه په هزارستان کې شیعه ګوندونه او نه هم په کابل کې تکثیري حکومت شته، نور بايد د طالبانو له ښو او بدو سره عيار شو.»

ښاغلی بهمنی قاجار په دوام کې وایی چې «هېڅ سفارت او کونسلګری نه دی پاتې چې دوی ته نه وی سپارل شوی، د طالبانو خر له پله تېر شوى دى، د طالبانو طبیعت همداسې دی، دوی تل همداسې صادقه وو. نقاب يې نه اچاوه. دا یو شمېر ایرانیان وو چې په لوى لاس يې دوى لوى کړل. له طالبانو د شکایت کولو  لپاره ځاى نشته.»

د طالبانو استازو پرون په تهران کې د اسلامي وحدت د کنفرانس د رسمي مراسمو په ترڅ کې د دغه هېواد د ولسمشر په حضور کې د ایران د ملي سرود د درناوي لپاره ونه درېدل.

دغه موضوع د اسلامي جمهوري دولت د شنونکو او یو شمېر چارواکو له توند غبرګون سره مخ شوه او نن (شنبه د وږي په ۳۱مه) طالبانو د خپلو استازو د چلند له امله بښنه وغوښته او د اسلامي وحدت د غونډې د دویمې ورځې په پیل کې یې دوی د ایران ملي سرود ته د درناوي لپاره له خپل ځاى ودرېدل.

طالبان تر دې وړاندې د پاکستان د ملي سرود درناوي لپاره له خپل ځايه نه وو پورته شوي.