افغانستان

نهه افغان اتباع د کراچۍ په هوايي ډګر کې د «جعلي طبي اسنادو» په تور ونیول شول

Afghanistan-Pakistan border. File Photo.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې نهه افغان اتباع د پاکستان د کراچۍ په هوايي ډګر کې د «جعلي طبي اسنادو» لرلو په تور نیول شوي دي.

اېکسپرېس ټریبیون په خپل راپور کې زیاته کړې، چې دغه شمېر افغان اتباع په تېرو درېیو ورځو کې نیول شوي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې دغو افغان اتباعو د درملنې په پلمه د جعلي طبي اسنادو په کارولو سره پاکستان ته د دغه هېواد د اتباعو د سفر د ویزو له ځنډولو څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده.

د خپرو شویو راپورونو له مخې، یوشمېر افغان اتباعو پاکستان ته له ننوتلو وروسته په اسلام آباد، لاهور او کراچۍ کې له سفارتونو او کونسلګریو څخه د ویزو غوښتنه کړې او پلان يې درلوده، چې امریکا او جاپان ته سفر وکړي.

په همدې حال کې پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د انساني قاچاق ضد ادارې د هغو کسانو پر ضد درې جلا دوسیې ثبت کړي چې د محکمې په حکم زندان ته استول شوي دي.

دوی همداراز وايي، په داسې حال کې چې ویزې یې اصلي ښکاري، خو دغه کسان په درغلۍ دغه هېواد ته داخل شوي او دا یو جنايي جرم دی.