افغانستان

د افغانستان نوی راتلونکی غورځنګ:  د خپل ژوند تر پایه د طالبانو له خوا د ښځو ځپنې پر وړاندې مبارزه کوو

د افغانستان د نوي راتلونکي غورځنګ غړي، چې په هېواد کې د ښځو د حقونو د فعالې نرګس سادات په مشرۍ د ښځو لخوا نوي تأسيس شوى، وايي چې د خپل ژوند تر پايه د طالبانو د «ښځو ځپنې، محدودیت او غفلت» پر وړاندې مبارزه کوي.

دغه حرکت په یوه پرېکړه لیک کې ویلي، چې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ تېرېدل یو ځل بیا د هغوی اصلي څېره ښيي، چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې یې له هېڅ ډول ظلم دريغ نه دی کړی.

د دې ډلې اعتراض کوونکې ښځې وايي، طالبانو د خپل نوي قانون په توشيح سره چې د امر بالمعروف قانون تر سرلیک لاندې دی، په ډاګه کړه چې د طالبانو رژیم ښځو ته هېڅ ډول حقوق نه ورکوي او یوازې ښځې د «غلامي او د زیږون وسیله بولي.»

د دغه غورځنګ  په پرېکړه ليک کې ويل شوي چې د افغانستان ښځينه مبارزينو د دغې وينې تويونکې ډلې له وحشته نه دي وېرېدلي او زندان، شکنجه، توهين، سپکاوی او مرګونه يې منلي دي.

خو په ورته وخت کې دغه ورځنګ وايي، چې د امریکا په ګډون نړیواله ټولنه د طالبانو د دغو کړنو پر وړاندې نه یوازې دا چې چوپه خوله پاتې ده. بلکې د افغانستان د ښځو او نجونو له پامه په غورځولو سره د یوې معاملې په لټه کې دي.

د افغانستان د نوي راتلونکي غورځنګ له امريکا متحده ايالاتو او نړيوالې ټولنې غوښتي چې له طالبانو څخه هر ډول مالي او سياسي ملاتړ ودروي او د افغانانو د ارادو پر بنسټ يو ټولګډونه حکومت جوړ کړي.

دغه غورځنګ د طالبانو حاكميت « تبعیضي، فاسد، توکمپاله، استبدادي او ديکتاتور رژیم» بللى دى.