افغانستان

ایران او پاکستان په یوه ورځ کې څه باندې ۳۵۰ کډوالې کورنۍ ايستلي

په یوه ورځ کې څه باندې ۳۵۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړى، چې پرون (جمعه د وږي د مياشتې په ٣٠مه) له ايران او پاکستان څخه د هېواد ٣۵۵ کډوالې کورنۍ په «جبري او اختياري توګه» ايستل شوې دي.

د دغه راپور له مخې دغه کډوال د ننګرهار، قندهار، نيمروز او هرات ولايتونو له لارو څخه هېواد ته داخل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه خبري اژانس وايي، ۳۳ کورنۍ د تورخم او  ۵۸ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.

په همدې حال کې د دغه راپور پر بنسټ، ۹۸ کورنۍ د اسلام کلا له پولې هېواد ته او ۱۶۶ نورې کورنۍ د پل ابرېشم له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د پيشوايي ښار قوماندان اکبر عربی خبرداری ورکړی چې افغان کډوال به توقیف، راټول او وشړل شي.

هغه ټینګار وکړ چې له ایران څخه د بې اسناده کډوالو د راغونډولو او ویستلو پلان عملي کول په جديت سره دوام لري.

له اېسنا خبري اژانس سره په خبرو کې د ایران د پیشوا ښار قوماندان زیاته کړې، چې د دغه هېواد د اتباعو له خوا د بې اسناده کډوالو ګمارل هم سرغړونه ده او ترسره کوونکو سره به قانوني چلند وشي.

په ورته وخت کې پاکستان هم په جبري ډول د افغان کډوالو د ويستلو لړۍ ته دوام ورکړی دی.