افغانستان

د تاجکستان سفیر د پاکستان له دفاع وزیر سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

په پاکستان کې د تاجکستان سفیر یوسف شریف زاده او د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

په مزارشريف کې د تاجکستان د کونسلګرۍ وېبپاڼې په يوه خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کتنه د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۲۸مه) ترسره شوې ده او په سيمه کې د سولې او ثبات په ټينګښت کې د تاجکستان پر رول ټينګار شوى.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغانستان اوسنی پوځي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت د دې خبرو اترو له مهمو ټکو څخه و.

په دې کتنه کې د سیمې د هېوادونو لپاره د «کاسا ۱۰۰۰» برېښنا پروژې د تطبیق پر اهمیت هم ټینګار وشو.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته پاکستان او تاجکستان هغه دوه هېوادونه دي چې په وار وار یې په افغانستان کې د طالبانو تر ادارې لاندې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د زیاتوالي په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دغه هېوادونو چارواکو له دې مخکې هم ویلي چې د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې د القاعده، داعش او د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي په څېر د ترهګرو ډلو شتون د افغانستان، سيمې او نړي امنیت ته جدي ګواښ دی.

که څه هم طالبانو پخوا په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی دی.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په دې وروستیو کې په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې نړیوال راپورونه ښيي چې د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو په ګډون د ترهګرو ډلو فعالیتونه دوام لري.